فایق: پر ښځو د طالبانو بندیزونه یوازې جنسیتي اپارتاید نه، بلکې د یو نسل په شاتګ دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګېدل نه یوازې جنسیتي اپارتاید دی؛ بلکې د هغه نسل لپاره په شاتګ دی، چې یو وخت یې د روښانه راتلونکې هیله لرله.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو په ۷۹مې ناسته کې کړې دي.
هغه ویلي، په افغانستان کې لاهم د بشري حقونو وضعیت خورا اندېښمنوونکی دی.
د هغه په وینا، د طالبانو په درې کلنې واکمنۍ کې افغانستان لاهم د بشري حقونو، انساني، اقتصادي او سیاسي ناورین سره مخ دی.
هغه زیاته کړې، افغانستان د نړۍ په کچه یواځینی هېواد دی چې نجونې یې د زده‌کړو له حقه بې برخې شوې دي.
هغه وړاندې ویلي، چې په افغانستان کې دا مهال ښځې له ټولنې څنډې ته شوې، د کار کولو حق ترې اخیستل شوی او د سختو بندیزونو له امله اوس په کور ناستې دي.
ښاغلي فایق په افغانستان کې د عصري ښوونځیو پر ځای د طالبانو له‌خوا د جهادي مدرسو پر جوړېدنه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، دغه مدرسې په اصل کې د طالباني کولو یوه هڅه ده چې د اسلامي مطالعاتو په غلطو تعبیرونو سره بنسټ پالنې ته لار هواروي.
هغه زیاته کړې، د دې وېره شته چې دغه مدرسې افراطیت او ترهګري پیاوړې کړي او د دغې ډلې لپاره د نویو کسانو د جلب او جذب برخه کې مرسته کوي چې دا بیا د افغانستان او سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځېدلای شي.
د هغه په وینا، نن سبا په افغانستان کې د بیان ازادي او رسنۍ هم سختې محدودې شوې دي.
هغه د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو غوښتي، چې جنسیتي اپارتاید دې د نړۍوال قانون له مخې د جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.