د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په کاناډا کې له افغان ښځینه فعالانو سره کتلي

د افغانستان لپاره د کاناډا د فمینیسټانو ټولنه وايي، چې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په کاناډا کې له افغان ښځینه فعالانو سره کتلي.

په دغه لیدنه کې د تېر حکومت د کابینې ځینو غړو، د ولسي جرګې پخوانیو غړو او د بشري حقونو فعالانو ګډون درلود.

ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو د کړکېچ د څېړلو لپاره کاناډا ته تللی دی.
نوموړی به په دې سفر کې د کاناډايي چارواکو سره هم لیده کاته وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر د جمعې په ورځ د (تلې ۲۷مه) وویل:« ریچارډ بېنېټ به له هغو کسانو سره وګوري، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د کړکېچ په هواري او په لارو چارو خبرې وکړي او د له افغانانو څخه د بشري حقونو د ملاتړ کولو لپاره له کاناډايي چارواکو سره هم خبرې وکړي.»
نوموړی به په دې سفر کې پر مهمو موضوعاتو لکه د ښځو پر وړاندي د طالبانو د زیاتېدونکو بندیزونو، د جنسیتي توپير، د طالبانو د امربالمعروف نهې عن المنکر د قانون او د ښځو پر زده‌کړو د بندیز په اړه خبرې وکړي.
طالبانو افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په ورتګ بندیز لګولی؛ خو ښاغلي بېنېټ ویلي، چې په افغانستان کې به د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل راپور ورکولو ته دوام ورکړي.
ملګرو ملتونو په دې ورستیو کې د ریچارډ بېنېټ دنده د یوه بل کال لپاره هم غځولې ده.