په کابل کې ځايي سرچینو پامیر سېنما ته څېرمه د چاودنې خبر ورکړی

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې نن چهارشنبه د ماسپښین دوه نیمې بجې د کابل پامیر سېنما ته څېرمه چاودنه شوې ده، چې مرګ ژوبله یې رامنځته کړې ده.

سرچینې ویلي، چې په پېښه کې یې شپږ کسان په وینو لړلي لیدلي دي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي انځورونه ښيي، چې چاودنه یو ځای پر ځای شوي ماین کړې او دا سیمه پر لاسي کراچیو د پلورونکو ځای دی.

ځینو سرچینو ویلي، چې چاودنه د مقناطیسي ماین له امله شوې ده.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي او نه هم تر اوسه کوم کس يا ډلې د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

سرچینه زیاتوي، چې دغه پېښه د تذکرو د ادارې مخې ته شوې ده.