د پښتنو قومي جرګې ولې ځینې مهمې پرېکړې وکړې؟

افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د اکتوبر میاشتې پر۱۱مه، ۱۲مه او ۱۳مهله پیښور سره نږدې په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په بلنه د پښتنو تاریخي قومي جرګې دا خبره یو ځل بیا زباده کړه چې د ډیورنډ کرغیړنې کرښې نه ختیځ خوا ته پراته شپیته میلیونه پښتانه پاکستان کې د غلامۍ په شرایطو کې ژوند کولو ته چمتو نه دي.

دوی د خپل ګډ قومي مرام لپاره د خپلمنځي اختلافاتو هیرولو او د ورورګلوۍ پر ټغر کیناستو ته چمتو دي.

د پښتنو او بلوڅو په مینځ کې د نا کراریوپر نویو راولاړېدونکو څپو د پوهیدلو لپاره لازمه ده چې د پاکستان د اوسنۍ دولتي واکمنۍ پر نظام لنډ نظر واچووو.

په اوسني وخت کې په پاکستان کې څنګ په څنګ دوه دولتي نظامونه وجود لري؛ یو یې تش په نامه د اساسي قانون په چوکاټ کې جوړ شوی سیاسي نظام دی چې په حقیقت کې د دې نظام واکمنان هم د سیاسي انجنیرۍ په وسیله د جنرالانو له خوا ټاکل کیږي.

نن سبا د دغه نظم په راس کې د پیژندل شوي پنجابي سیاستمدار نواز شریف په مشرۍ جوړ ګوند مسلم لیګ دی.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د نواز شریف کشر ورور دی، د پنجاب د ایالت لومړۍ وزیره مریم نواز شریف د هغه لور ده او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، چې د شهباز شریف معاون هم دی، د نواز شریف د لور خسر دی.

دغه ګوند عمدتا د پنجاب نمایندګي کوي او په سېند کې بیس لرونکی د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستان د خلکو ګوند ورسره په ائتلاف کې دی.

د لومړي وزیر شهباز شریف په کابینه کې اتلس وزیران دي چې په دوی کې تش یو وزیر انجنیر امیر مقام پښتون دی او هغه ته یې هم یو ډیر ضعیف خشره وزارت ورکړی دی.

د پاکستان دویم دولت د آئین (اساسي قانون) له چوکاټنه بهر بالقوه دولت دی.

هغه د جنرالانو دولتي نظام دی چې اصل سیاسي قدرت او واک د دوی په لاس کې دی.

د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د دغه دولت په راس کې دی او ورسره د آی ایس آی رئیس ، نهه د قول اردو قوماندانان دي چې دا ټول پنجابیان دي. تر دې چې د هوايي او سمندري ځواکونو رییسان هم پنجابیان دي.

که څه هم د پاکستان اساسي قانون کې د کاغذ پرمخ فدرالي نظام لیکل شوی خو په واقعیت کې د قانوني او بالقوه دواړو دولتي نظامونو واګې د پنجابیانو په لاس کې دي.

پر پاکستان د هغوی دکتاتوري تامین ده او په عمل کې د پاکستان د دولت معنا د پنجاب دولت دی.

د پورته ذکر شویوواقعیتونو په نظر کې نیولو سره دا حیرانوونکې خبره نه ده چې د پاکستان مرکزي حکومت پوره زور ولګاوه چې د پښتنو د قومي جرګې مخ نیوی وکړي.

دوی پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه؛ د پښتنو قومي جرګې لپاره په خیبر کې لګول شویو خیمو باندې پولیسو په پرله پسې توګه درې شپو کې حملې وکړې، یوه شپه یې په خیمو کې موجودو بې وسلې ځوانانو باندې ډزې وکړې او څلور بې ګناه پښتانه ځوانان یې شهیدان کړل.

د غورځنګ په سلګونو غړي یې بندیان کړل، د پښتونخوا له جنوبي ضلعو نه راتلونکو ولسونو د مخنیوي لپاره یې له کوهاټ سره نږدې د عمومي سړک تونل څلور ورځې وتاړه او په پیښور او خیبر کې یې پنځه ورځې پر انټرنېټ او د ټیلیفون پر سیګنالونو بندیز ولګاوه، خو د حکومت له دې ټولو ناکړدو او ظلمونو سره سره، جرګه بریالۍ شوه.

د پښتنو ځوانانو دغو قربانیو رنګ راوړ او سره له ټولو بندیزونو او ګواښونوپه سلګونو زره پښتانه دې قومي جرګې ته راغلل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین په بلنه د پښتونخوا ټولوسیاسي ګوندونو ، د ټولنیزو او مسلکي ډلو نمایندګانو او ښځو په دې جرګه کې ګډون وکړ؛ وینا ګانې یې وکړې او وړاندیزونه یې وکړل.

هسې خو د پښتونخوا اوسیدونکو ته ډیرې مسالې ورپیښې دي، خو تر ټولو مهمه او ړومبۍ مساله د جنګ ده.

دا هغه جنګ دی چې له تیرو پنځه څلویښت کلونو راهیسې ابر قدرتونو په بر او لر افغان تپلیدی.

دا پر نړۍ د غلبې لپاره د هغوی په اصطلاح هغه لویه لوبه ده، چې د افغانانو وطن یې تباه کړی او سلګونه زره افغانان یې وژلي دي.

په دې جنګ کې پاکستاني جنرالان د غربي قوتونو د قراردایانو په توګه د پښتنو د وینې په تویولو کې ګډون لري.

د ډیورنډ کرغیړنې کرښې دواړو غاړو ته د ټوپکمارو اشغال د یوې نوې جګړې د پلان برخه ده.

لکه څنګه چې د روس او امریکا تر مینځ د سړې جګړې په جریان کې توده جګړه د افغانانو پر خاوره وشوه.

اوس یو ځل بیا د چین او امریکا په مینځ کې د سړې جګړې توده برخه د افغان/ پښتون خاورې ته راوړل کیږي، څو له دې خاورې نه یوځل بیا د جنګ میدان او د دې خاورې له خلکو نه د جنګ خاشاک جوړ کړای شي.

نو ځکه د پښتنو قومي جرګې د پاکستان له پوځ او طالبانو نه وغوښتل چې هغوی دې له پښتونخوا نه د جنګ میدان نه جوړوي او دلته دې پوځي فعالیتونه بند کړي.

دویمه غټه مساله، چې قومي جرګې یې د ختمولو غوښتنه کړې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د پاکستان د موقت حکومت هغه تصمیم دی، چې له مخې یې پرډیورنډ کرغیړنې کرښې د عبور او مرور لپاره د ویزې او پاسپورټ لرلو شرط ولګول شو. دا شرط حتا د ډیورنډ په استعماري معاهده کې نه و.

په ۱۹۲۱ کال کې د افغانستان او انګریزانو تر مینځ معاهده کې خو انګریزانوپرکرښې پرتو قومونو ته بغیر له ویزې او پاسپورټ نه د عبور او مرور حق په لیکلي شکل کې ومانه.

له یوې پیړۍ نه زیاته موده اول انګرېزانو او بیا پاکستان د دې حق مخنیوی ونه کړاو د ډیورنډ کرښې ولسونو د تجارت، زراعت، تداوۍ او نورو ضرورتونو او ښو بدو لپاره تګ راتګ کاوه، خو اوس پاکستان په یو طرفه توګه دغه پښتون دښمنه بندیز لګولی چې د ډیورنډ تورې کرښې د پاسه یوه دویمه د ډیورنډ کرښه ده.

د دغه بندیز پر ضد په چمن او نورو ځایونو کې د سلګونو زره پښتنو په ګډون پرلتونه او احتجاجونه ادامه لري، خو تر اوسه د طالبانو امارت پر دې مساله په مطلقه توګه غلی پاته شوی. هغوی د پاکستان واکمنان خپه کول نه غواړي.

جالبه دا ده چې پاکستان کې پر کرښې د تګ راتګ دغه نوی بندیز د پاکستان هغه موقت حکومت لګولی، چې حتا د پاکستان د اساسي قانون له مخې دا صلاحیت نه لري.

په حقیقت کې دغه تصمیم د پاکستان پنجابي جنرالانو نیولی.

که په دې کار کې د هغوی شوم نیت نه وای نو باید پاکستان دا خبره هیره کړې نه وای چې په دې مساله کې درې فریقه افغانستان، پاکستان او د کرښې د پاسه پرتې قبیلې دي.

باید د دې درې واړو فریقو نمایندګانو پر دې مساله خبرې کړېوای او د ټولو لپاره د منلو وړ حل یې را اېستلی وای، ځکه د پښتنو نماینده قومي جرګې د دغه غیرقانوني او پښتون دښمنه بندیز د ختمولو غوښتنه کړې ده.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.