د امریکا ټاکنې به د افغانانو د حقوقي وضعیت په برخه کې ټاکونکې وي؟

متحده ایالاتو له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د تخلیې په بهیر کې۱۲۴ زره افغانان دغه هېواد ته لېږدولي، خو ډیری دغه افغانان په بشري لنډمهالو ویزو اوسیږي او د خپل راتلونکي په اړه ډاډمن نه دي.

د بایډن حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۹مه اعلان وکړ، چې تخلیه شوي افغانان په دغه هېواد کې په قانوني توګه، خو پهلنډمهالي ډول اوسیدای شي.

د کانورسېشن په نوم د اکاډمیکو څیړنو او شننو یوه خپرندویه پاڼه وايي، سره له دې چې بایډن په ۲۰۲۳ کال کې د ۷۰ زره افغانانو مشروطې بشردوستانه ویزېتمدید کړې، خو ډیری دغه افغانان لاهم په قانوني خلا کې واقع دي او دا دوی د خپل ژوند له جوړونې راګرځوي.

د شننې له مخې، د افغانانو مشروطه بشردوستانه استوګنه (The Afghan parole program) باید هر دوه کاله وروسته د امریکا ولسمشر وغځوي.

دا ډول استوګنه د متحده ایالتونو د پناه غوښتنې له سیاستونو سره متفاوته ده، چې له ډار سره مخ بهرنیانو ته په دغه هېواد کې د اقامت او دایمي استوګنې لاره برابروي.

یوه پوښتنه دا ده چې د امریکا راتلونکې ټاکنې به د افغانانو د حقوقي وضعیت په برخه کې ټاکونکې وي که نه؟

د مشروطې بشردوستانهاستوګنې پروګرام له ۲۰۲۱ کال وروسته افغانانو ته د امریکا د لنډمهالې استوګنې امکان ور کوي، خو داهم شونې ده چې دغه پروګرام ونه غځیږي.

یو پر درې برخه افغانان چې امریکا ته تللي، په کلیفورنیا، ویرجینیا او ټکزاس کې اوسیږي، خو نور یې د دغه هېواد په نورو ایالتونو کې استوګن شوي.

د شنونکي په باور، ددې استوګنې له مخې افغانان کولای شي په دغه هېواد کې کار او زده کړې وکړي، خو ډیری د ثابت کار او کورونو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي ځکه دایمي اوسېدونکي نه دي او د ټولنیز امنیت شمېرې نه لري.

سره له دېچې بایډن په ۲۰۲۱ کې افغانانو ته مشروطه بشردوستانه ازادي اعلان او په ۲۰۲۳ کال کې تمدید کړه، خو یوازې کانګرس دا واک لري چې د هغوی د دایمي استوګنې قانون تصویب کړي.

د شننې له مخې، یوه دوه ګوندي وړاندیز شوې لایحه چې د افغانانو د ځای پرځای کولو په نوم یادیږي، افغانانو ته دا فرصت ور کولای شي چې په امریکا کې ددایمي استوګنې غوښتنه وکړي.

د سناتور چوک ګراسلي په ګډونتر اوسه یوڅو ګوتشمیر امریکايي جمهوري غوښتونکو قانون جوړوونکو د امنیتي دلایلو له مخې له دې سره مخالفت کړی.

هغوی وايي، چې د نویو راغلیو خلکو د ارزونې تګلارې کافي نه دي او امنیتي ګواښونو ته لاره پرانیزي.

خو ځینې نور یوازې پر هغو افغانانو تمرکز کوي، چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی.

د شننې پر بنسټ، جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن یوه بله طرح وړاندیز کړې، چې افغانانو یا هر بل کس ته د مشروطې بشردوستانه ازادۍ په برخهکې د ولسمشر واکونه محدودي.

د کانورسېشن شنونکی په دې باور دی، چې د افغانانو برخلیک به د امریکا د ټاکنو له پایلو وروسته جوت شي.

دده په باور، که چیرې کمالا هرېس په ټاکنو کې بریالۍ شي، نوموړې به احتمالا دوه کاله نور هم د افغانانو د استوګنې موده وغځوي. کانګرس به هم له ټاکنو وروسته د افغانانو د ځای پرځای کولو لایحې په اړه تصمیم ونیسي، ځکه معمولا د ټاکنو پرمهال ډیر کم قوانین تصویب کیږي.

خو دا چې ډونالډ ټرمپ به ددغو افغانانو د راتلونکي په اړه څه ګام اخلي، دا تر اوسه یوه پرانستې پوښتنه ده.

د شنونکي په باور، د هغه تېرېدورې تر ډیره د کډوالۍ پر مهارولو تمرکز درلود. په دې کې د کډوالو کم منل او افغان او عراقي ژباړونکو او د امریکايي ځواکونو همکارانو ته د ویزو د ورکولو بهیر سختول شامل وو.