د هواپوهنې اداره: ۱۲ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د لړم لومړۍ نېټه) په ۱۲ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د کونړ، ننګرهار، سمنګان، بامیان، بلخ، ،کندوز، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس او هرات ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۴۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۸۰) کیلو مټرو ته ورسېږي.
له بل پلوه د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د درېیو ورځو لپاره د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د شړکنده بارانونو له امله د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وړاندوینه تر ډېره د امو، شمال او کابل سیندیزو حوزو لپاره شوې ده.