طالبان: له ایران او پاکستانه تېره ورځ تر دوه نیم سوه ډېرې کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۲۶۶ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.

دغه اژانس د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ‍قوله لیکلي، چې د دوشنبې په ورځ د (تلې ۳۰مه) ۱۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۱ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۷۵ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې او ۱۵۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې طالبانو لسګونه کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدولې او له یو شمېر بې وزله کورنیو سره یې مرستې هم کړې دي.
پاکستان او ایران د څه پاسه یوه کال راهیسې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.
دغو هېوادونو پر افغان کډوالو د بېلابېلو لارو فشارونه زیات کړي، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
ایران په خپلو ډېرو ولایتونو کې پر افغان کډوالو د کار کولو، ښونځیوو ته ماشومان پر لېږلو او په کرایه د کورونو نیولو کلک بندیزونه لګولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه ویلي و، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې شاوخوا ۸ مېلیونه افغانانو هېواد پرېښی دی.