اوتنبایوا: یوناما په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیلوي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وایي، چې یوناما به په نږدې وختونو کې په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي. نوموړې دغه خبرې نن د طالبانو له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ د سې شنبه په ورځ (د لړم لومړۍ) نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مېرمن اوتنبایوا له قوله لیکلي، چې په کابل کې د افغانستان د محصولاتو د معرفي کولو په برخه کې وروستي نندارتونونه اغیزمنې دي.
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوسمهال د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغانستان د محصولات لپاره درې ورځینی نندارتون روان دی.
کوچني او منځني تشبثات چې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ملا تير بلل کېږي او ډېره برخه یې د ښځو له خوا مدیریت کېږي، د طالبانو له واکمنېدو سره له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.
د کوچنیو تجارتونو کار و باریان تل ټينګار کوي، چې پر نندارتونونو سربېره باید افغان سوداګرو ته د کاري اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره هم زمینې برابرې شي.
پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه او محدودیتونه د ښځو د کار و بار پروړاندې خندونه جوړ کړي او افغاني توکو په بې سارې توګه خپل بازارونه هم له لاسه ورکړي دي.
اخوا نړۍوال بانک بیا په ۲۰۲۳ کال کې د ښځې، تجارت او قانون' تر عنوان لاندې د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راووست، چې د ښځینه سوداګرو لپاره تر ټولو بد ځای بلل شوی دی.
نړۍوال بانک په دغه راپور کې لیکلي، چې د افغانستان په ګډون په یاد شمېر هېوادونو کې ښځینه سوداګرې تر ټولو ټيټ عاید او بد اقتصادي وضعیت لري.
لاسي صنایع، د غالیو اوبدل، مالداري، د وچې مېوې پروسس، زعفران، د افغانستان د قیمتي ډبرو کار و بار او یو شمېر نور تجارتونه هغه څه دي، چې افغان ښځې یې سوداګري کوي.
له دې سره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې له مولوي کبیر سره په کتنه کې همداراز ویلي، چې له افغانستان څخه یې بهر د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له یو شمېر هېوادونو او مرستندویه ادارو سره هم خبرې کړي او یوناما د افغانستان لپاره د را روان ژمي د اړتیا وړ مرستې ترلاسه کړي دي.
وزګارتیا، ناوړه اقتصادي وضعیت، له هېواد څخه د زرګونو هېوادوالو وتل، د نړۍوالو مرستو بندېدل، له ګاونډیو هېوادونو څخه د زرګونو افغانانو شړل، طبیعي پېښې او د سوداګریزو چارو ټکني کېدل د دې لامل شوي، چې په افغانستان کې بهرنیو مرستو ته اړتیا زیاته شي.
طالبان بیا وایي، چې په افغانستان کې د لویو پروژو په پلي کېدو سره به زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي او د اقتصاد مدیریت لپاره یې هم هڅې زیاتې کړي دي.