قطر په اندونیزیا کې افغان محصلانو ته تحصیلي بورسونه ورکوي

قطر او اندونیزیا هیوادونو په اندونیزیا کې افغان محصلانو ته د تحصیلي بورسونو د ورکړې هوکړه لاسلیک کړه. دغه هوکړه لیک د یکشنبې په ورځ د قطر د بهرنیو چارو د مرستیالې او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو موخه په اندونیزیا کې د سکالرشیپونو د برابرولو له لارې د افغانانو د بشري ظرفیتونو د لوړولو لپاره د همکارۍ د یوه جوکاټ جوړول دي.

د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شول، د دواړو هېوادونو چارواکو د افغان ښځو پر بشري پراختیا او ملاتړ ټینګار وکړ.

د قطر چارواکي مېرمن لولوه الخاطر وویل چې له دې بورسونو څخه به تر ۲۰ زیات افغان محصلان ګټه پورته کړي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن مرسودي وویل، افغان محصلانو ته د تحصیلي بورسونو په برابرولو کې د دواړو هېوادونو همکارۍ د افغانستان د روښانه راتلونکي د جوړولو په برخه کې د دویګډه ژمنه څرګندوي.

هغې زیاته کړه چې په افغانستان کې روان بشري ناورین ښوونې او روزنې ته په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو بیړنۍ اړتیا ښيي.

مرسودي همدارنګه یادونه وکړه چې اندونیزیا سږکال د طبیعي پیښو له امله دافغانستان زیانمنو شويوخلکو ته بشري مرستې اود پولیو واکسین لس ملیونه ډوزونه چمتو کړي.

هغې وویل، اندونیزیا د یوې سیمه ییزې نادولتي موسسې سره همکاري کړې چې د ۴۰۰ افغان میرمنو لپاره د رواني روغتیا خدمتونو پروژه پیل کړي.