دا مهال د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونالډ ټرمپ او د ډېموکراټانو د نوماندې کمالا هرېس تر منځ د ټاکنیزو سیالیو حساسې شېبې دي.
د ټاکنو په نېږدې کېدو سره د امریکا په وروستي ټاکنیز تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له ټاکنیزو سیالیو وېره پېدا شوې، چې له امله یې ټاکنیزي سیالۍ د کړکېچن او ګواښمن مخالفت تر سرحده رسېدلي دي.
بل خوا د امریکا نېږدې متحدینو هم ځانګړې وېره حس کړې او د امریکا لرغوني دوستان اروپایان، چې د متحده ایالاتو اوږدمهاله ملګري دي، د ټاکنو د پایلو په اړه خورا اندېښمن دي.
له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د اروپایانو د تعامل ناخوښه تجربه په معاصر تاریخ کې ساری نه لري.
هغه وخت چې اروپایانو د متحده ایالاتو همکارۍ ته اړتیا لرله، ټرمپ د اروپایي مشرانو سره د اړیکو پر بیا کتنه او حساب کتاب پیل کړ.

د ټرمپ د ماتې په اړه وېروونکی باور:
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلو دریځونو او څرګندونو له مخې، که د نومبر د پنځمې نیټې ټاکنې ونه ګټي؛ نو ښایي اعلان وکړي، چې په دې بهیر کې درغلۍ شوې او دی به یې پایلې ونه مني.
ټرمپ چې څلور کاله وړاندې جوبایډن ته د خپلې ماتې له اعلانولو وروسته یې د ټاکنو پایلې ونه منلې، د سپټمبر په میاشت کې د راتلونکو ټاکنو په اړه وویل:“که زه یې وبایلم، زه دا وایم ځکه چې دوی ممکن دا کار وکړي. ځکه چې دوی درغلي کوي. دا یوازینۍ لار ده چې موږ به یې بایلو، ځکه چې دوی درغلي کوي”.
دا مهال د امریکا په متحده ایالاتو کې د ټرمپ د ګټې او بایلات په تړاو عامه باور په ژوره توګه وېشل شوی دی، چې د ډېموکراټ ګوند نوماندې کمالا هرېس د بریا له نه منلو د ټرمپ انکار کولای شي متحده ایالات په سیاسي - داخلي بې ثباتۍ کې ښکېل کړي.
تازه د امریکا د عامه مذهب څېړنې انسټیټیوټ (پي ار ار ای) د تازه سروې له مخې، په امریکا کې له هرو پنځو جمهوري غوښتونکو څخه یې یو په دې باور دی، چې ټرمپ باید بېرته واک تر لاسه کړي.
د پي ار ار ای تازه سروې ښيي، چې د متحده ایالاتو ۱۹ سلنه جمهوري غوښتونکو ویلي، چې که ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې ماتې وخوري، نو هغه باید پایلې باطلې اعلان کړي او هر هغه څه باید وکړي چې اړتیا یې وي.