طالبانو په تخار ولایت کې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور په دورو وهلي دي

د طالبانو تر واک لاندې ستره محکمه وايي، دغې ډلې په خوست ولایت کې یوه ښځه او یو نارینه د «زنا» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د (تلې ۲۹مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې نن یې د دغه ولایت د فرخار ولسوالۍ د لومړۍ محکمې د پریکړې له مخې، د «زنا په جرم» محکومه شوې ښځه او نارینه ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې پر دغې تورنې ښځې او نارینه یې یاد حکم د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته پلی کړ.

طالبانو په تېرو څلورو ورځې کې د بېلابېلو تورونو له امله شل کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د راپورونو له مخې، طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې له ۲۰۰ څخه ډیرو کسانو ته په عام محضر کې په دورو وهلو سزاوې ورکړې دي.

که څه هم د بشري حقونو ملاتړي سازمانونه او یو شمېر بهرني هېوادونو د طالبانو له لوري په عام محضر کې د سزاګانو ورکولو ته سخت غبرګونونه ښيي، خو طالبان وايي، په دې کار سره پر خلکو «شرعي حد جاري» کوي.