د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې د سریلانکا الف کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې د اېمرجېنګ اسیا جام شل اوریزه کرېکټ سیالیو په لړ کې د سریلانکا الف کرېکټ ملي لوبډلې ته په بېګانۍ لوبه کې د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې افغان لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.
په دغې لوبه کې د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ صدیق الله اتل، محمد اسحاق شېرزاد، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، شرف الدین اشرف، زبېد الله اکبري، شاهدالله کمال، کریم جنت، فریدون دواوودزي او بلال سمیع برخه اخیستې وه.
په دغې لوبه کې صدیق اتل او زبېدالله اکبري خپله پنځوسیزه هم پوره کړه.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د اوو وېکټو په زیان سره وتوانېد، چې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکي.
صدیق الله اتل په ۴۶ توپونو ۸۳ منډې جوړې کړې او د دغې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
په توپ اچوونه کې بیا فریدون داوودزي څلوېښت منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول، بلال سمیع او الله محمد غضنفر بیا دوه، دوه وېکټې واخیستې.
د دغې لوبې په ګټلو سره افغان لوبډلې دوه نمرې واخیستې، چې د خپل ګروپ په نوملړ کې له بنګله دېش وروسته په دویم ځای کې دی.
دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوې، چې لومړۍ لوبه یې د بنګلهدېش الف او هانګ کانګ لوبډلو ترمنځ وه.
دغه سیالۍ په دوو ګروپونو کې ترسره کېږي، چې په هر ګروپ کې پنځه لوبډلې لوبېږي.