‏طالبان: له ایران او پاکستانه تېره ورځ تر ۲۰۰ ډېرې کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۲۱۷ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.

د دغه اژانس د خبر له مخې، د دغو کورنیو له ډلې ۱۶ یې د تورخم له لارې، ۳۶ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۶۷ یې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۹۸ یې د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې ۳۷ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او پر لسګونو کورنيو مرستې وېشل شوې دي.
په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو سره بد چلن دوی اړ ایستي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ مېلیونه افغانانو هېواد پرېښی او دغه ستونزه باید له ریښې حل شي.
نصیر احمد اندېشه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د کډوالو او بې ځایه شویو حالت د نړۍ یو له جدي ننګونو څخه دی؛ خو ګڼ افغانان پر طالبانو نېوکې کوي، چې نه یې په کور د ننه خلکو ته د کار او بار زمینې برابرې کړې او نه یې هم په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو ستونزې حل کړې دي.
تېره ورځ بیا د ایران د قم د والي سياسي او امنيتي مرستيال ویلي، د حکومت د حکم له مخې د هر ولايت نفوسو ته په پام باید اړوند ولایت کې د افغان کډوالو شمېر تر لس سلنې زیات نه وي.
احمد حاجي زاده وايي، دمګړۍ دغه شمېره په قم ولایت کې تر ۲۳ سلنې ډېره شوې ده.