د ارغواني شنبو غورځنګ: د طالبانو ښوونځي د نجونو د ښوونځیو تر تړلو څو برابره خطرناک دي

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګیو څخه پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل د افغانستان لپاره یو ستر ناورین دی.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټولنې نیمایي وګړي اوس‌مهال د زده‌کړو له حق او فکري پرمختګ له پلوه بې برخې پاتې دي چې دا د یو هېواد لپاره په یو ستر ناورین بدلېدلای شي.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښوونځیو خلاصون، د ښوونیز نصاب او د زده‌کوونکو د یونیفورم په بدلېدو د ښوونځیو تر تړل پاتې کېدو هم ستر ناورین دی.
دغه غورځنګ زیاتوي، د طالبانو تر کنټرول لاندې دغو ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته افراطي زده‌کړې، ترهګري او نور زیان رسوونکې کړنې ور زده کوي.
خبرپاڼې وړاندې کاږلي، په افغانستان کې مېرمنې له خپلو حقونو، قانوني، اسلامي او انساني ازادۍ څخه بې خبرې نه دي او په دې برخه کې د هر ډول زیاتي غندنه کوي.
دغه غورځنګ د پاکستان له حکومته غوښتي، چې له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ملاتړ ونه کړي.
د خبرپاڼې له مخې، طالبان په تېرو درېیو کلونو کې بدل شوي نه دي او نه به هم په هغوی کې بدلون راشي؛ نو باید د تعامل په نوم ترې نه ملاتړ وشي او نه دې هم په واک کې وساتل شي.
دغه غورځنګ غواړي، چې د جنسیتي اپارتاید، ژبني اپارتاید، جنګي جنایت، جبري کډوالۍ، د بشري حقونو سرغړونو، د ځانمرګو بریدونو په برخه کې د طالبانو مشران محکمې ته راکاږل شي.