ایراني چارواکي وایي، د افغان کډوالو شمېر باید د هر ولایت د نفوس لس سلنه وي

د ایران د قم د والي سياسي او امنيتي مرستيال وايي، د حکومت د حکم له مخې د هر ولايت نفوسو ته په پام باید اړوند ولایت کې د افغان کډوالو شمېر تر لسو سلنې وي. احمد حاجي زاده وايي، دغه اندازه په قم ولایت کې تر ۲۳ سلنې ډېره شوې ده.

د ایران دولتي راډیو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې تر اوسه په قم کې ۳۰ زره "غیر قانوني" افغانان پیژندل شوي دي.
په ورته وخت کې دغې رسنۍ د افغان مهاجرینو د نیولو او کمپ ته د هغوی د لیږدولو ویډیو خپره کړې ده.
يو تن بندي وايي چې په افغانستان کې پوځي و او له همدې امله يې په ايران کې پناه اخيستې ده.
په تېرو مياشتو کې د ایران د هغو کسانو په ګډون چې په تېر حکومت کې يې کار کړی زيات شمير افغانان نيولي او بېرته يې افغانستان ته لېږلي دي .
د ایران مامورین هم په سرحدونو کې له تاوتریخوالی کار اخلي جې ایران ته د افغانانو د ننوتو مخه ونیسي.
په تازه پیښه د ایران سرحدي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د تلې په ۲۲ مه د سراوان ښار په کلګان سیمه کې پر افغان کډړالو ډزې وکړې، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.