د جنرال رازق تلین؛ د ترور تر شا کیسې، اړیکې او د هغه د کورنۍ اوسنی حالت

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په دغه څېړنیز راپور کې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق د ترور، سیاسي، نظامي او شخصي ژوند ته کتنه شوې.

«د اکټوبر اتلسمه د هغه جنرال شپږم تلین دی، چې د ځینو لپاره قاچاقبر، د ځینو د ژوند ساتنې لپاره ډال، د ځینو لپاره الهام بخښونکی شخص، زړه ور قوماندان او د طالبانو لپاره دوښمن ګنل کېده.»
د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر میاشتې ۱۸مه نېټه وه، له غرمې مخکې د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي خپل شخصي ساتونکي د کندهار ولایت ودانۍ ته ولېږل، چې هلته د امریکايي چارواکو سره د امنیتي ناستې امنیت ټینګ کړي.
ناسته غرمه مهال شاوخوا دولس بجې پيل شوه، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان، د کندهار والي جنرال زلمی ویسا، د کندهار امینه قوماندان جنرال رازق او د ولایتي شورا استازو هم په کې برخه لرله.
دغه ناسته د ټاکنو د ورځې د امنیتي چمتووالي په اړه رابلل شوې وه.
افغانستان انټرنشنل ـ پښتو په دغه راپور کې د دوو هغو خبریالانو سره خبرې کړې او د هغې پېښې په اړه یې مالومات تر لاسه کړي چې له امله یې د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر میاشت په ۱۸مه نېټه د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رییس وژل شوي وو.
دغه خبریالان چې اوس هم په افغانستان کې اوسېږي، د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په دغه راپور کې یې د نوم یادونه وشي.
دغه خبریالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په دغه ورځ دوه ناستې ترسره شوې، لومړۍ ناسته چې شاوخوا شل دقیقې یې دوام وکړ د رسنیو استازي په کې نه وو؛ خو په دویمه ناسته کې رسنیو ته هم د ګډون اجازه ورکړل شوې وه.
دغه خبریالان زیاتوي:« په دې ورځ کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و، د ولایت د ودانۍ په هره برخه کې امریکايي سرتېري او د والي امنیتي ساتونکي تر سترګو کېدل. موږ تر څو تلاشیو او پلټلو وروسته د غونډې تالار ته ورسېدو، هلته ټولو چارواکو د ټاکنو د امنیت ساتنې په موخه خبرې او ژمنې وکړې. وروسته چې غونډه خلاصه شوه، موږ د جنرال رازق سره هم مرکه وکړه.»
دغه خبریالان وايي، د جنرال رازق سره یې د ټاکنو په ورځ د امنیتي تدابیرو په اړه خبرې وکړې او دوی د جنرال رازق د ژوند وروستۍ خبرې په خپلو کامرو کې ثبت کړې دي، چې نوموړي ویلي و:« خلک دې له وېرې پرته له کورونو راووځي او خپله رایه دې وکاروي.»
دغه خبریالان وايي، د جنرال رازق په ګډون د کندهار سیمه‌ییز چارواکې د امریکايي ځواکونو د قوماندان د رخصتېدو په موخه د ولایت مقام ودانۍ شاتنۍ برخې پر لور ولاړل او خبریالان له ولایت څخه د وتلو په خوا روان شول.
یو خبریال د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:« ما او نورو خبریالانو ملګرو غوښتل، چې له ولایته ووځو، موږ لا د ولایت ودانۍ څخه نه و وتلي، چې ډزې پیل شوې، د ډزو دغې لړۍ له یوې څخه تر دوو دقیقو دوام وکړ. وروسته د جنرال رازق موټرونه په ډېره بېړه له ولایت څخه ووتل. موږ په هغه شېبه پوه نه شو، چې څه پېښ شوي. شاوخوا دوه ساعته وروسته خبر شو، چې جنرال رازق ترور شوی دی.»
په دغه ورځ په ولایت کې تر ډزو نیم ساعت وروسته د جنرال رازق د وژلو خبر تایید شو.


کندهار کې خاموشي خپره شوه د کندهار چارواکي، پوځیان او عام خلک له یوه داسې حالت سره مخامخ شول، چې هیڅ یې په خیال کې هم نه ګرځېدل.
په ښکاره ډول د جنرال عبدلرازق اڅکزي د وژولو مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست او د تېر نظام د ملي امنیت پخواني عمومي رییس معصوم ستانکزي هغه مهال اعلان وکړ، چې پر جنرال رازق برید د کندهار د والي جنرال زلمي ویسا د یوه نفوذي ساتونکي له لوري ترسره شوی.
خو د جنرال رازق کورنۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د جنرال عبدالرازق په وژنه کې هغه کسانو او هېوادونو لاس درلود چې په ښکاره ډول یې د طالبانو ملاتړ کاوه.
د جنرال رازق وژل کېدل اوس هم د خلکو لپاره یوه معما ده.
د نوموړي د وژل کېدو په اړه بېلابېل نظرونه شته، ځیني کسان وايي، نوموړی د والي د ساتونکو په ډزو او ځیني بیا په دې باور دي چې د امریکايي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.
خو تر دې مهاله د نوموړي د وژل کېدو په اړه د هغه مهال چارواکو قناعت ورکوونکی ځواب نه دی وړاندې کړی، چې څه ډول دغه ځواکمن قوماندان د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان تر څنګ او کلکو امنیتي تدابیرو سره، سره په نښه شو؟
د جنرال رازق د ساتونکو قوماندان، محمد هاشم ریګوال د افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د جنرال رازق تر وژل کېدو وروسته د هغه د جسد د عدلي طب په راپور کې لیکل شوي و، چې د نوموړي پر بدن څلور بمي مرمۍ لګېدلې وې.
ښاغلی ریګوال زیاتوي:«رییس صاحب څلور مرمۍ پر بدن لګېدلې وې او یوه بمي مرمۍ یې پر زړه خوړلې وه، مايې اېکسرې کړې ده، چې مرمۍ یې په زړه کې لګېدلې ده او هلته په زړه کې یې مرمۍ چاودېدلې او تر زړه یې وتلې وه. درې مرمۍ یې په ورنونو کې لګېدلې وې.»
نوموړی ادعا کوي، چې د عدلي طب د راپور له مخې، د جنرال رازق پر بدن لګېدلې مرمۍ د امریکايي (اېم۴) وي.
خو د نوموړي دغه ادعا د جنرال رازق د کورنۍ نورو غړو نه تایید او نه هم رد کړې ده.
د جنرال رازق له وژل کېدو وروسته، د کندهار د خلکو په غوښتنه د هغه ورور تادین خان د کندهار امنیه قوماندان وټاکل شو.
خو د ډېریو په باور چې جنرال تادین خان د نظامي تجربې نه لرلو له امله ونه شو کولای، چې د جنرال رازق مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.


د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته د جنرال رازق د کورنۍ وضعیت

د جمهوري نظام له سقوط څخه څو ورځې وروسته د جنرال رازق قبر ته د عامو خلکو او د نوموړي د مور او یوې مېرمن پر ورتګ چې په کندهار کې اوسېدلې، بندیز ولګول شو.
پر خواله رسنیو داسې انځورونه خپاره شول، چې د نوموړي پر قبر استنادي خښتې کېښودل شوې او له شاوخوا سیمې څخه یې د ولایت مقام د مراجعینو لپاره د موټرونو تمځای جوړ شو.
له دې څخه وړاندې داسې ویډیوګانې او انځورونه هم خپاره شوي و، چې د جنرال رازق د قبر ځینې برخې ویجاړې شوې او لیدل کېږي، چې طالبان یې قبر ته بې احترامي کوي.
د جمهوري نظام له پرځېدو څخه دوه ورځې وړاندې د جنرال رازق وروڼه او د کورنۍ نور غړي یې له افغانسانه وتلل؛ خو د نوموړي مور او یوه مېرمن یې لا هم په کندهار کې پاتې وې.
د جنرال رازق مور او مېرمن پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څو میاشتې وروسته له افغانستانه ووتې.
هم‌مهاله په کندهار کې د تېر نظام د پولیسو په لیکو کې د قوماندانان او سرتېري له نیول کېدو وروسته بندیان شول او د طالبانو له لوري د یو شمېر کسانو د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شول.
طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې په سپین بولدک ولسوالۍ او کندهار ښار کې د جنرال رازق د اوسېدو کورونه او مېلمستونونه غصب کړل او په سپین بولدک ولسوالۍ کې د نوموړي د کور د چور ویډیو یې پر ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوه.
د جنرال رازق د کورنۍ غړي وايي، اوس هم په کندهار ښار او سپین بولدک کې د دوی ځیني ملکیتونه د طالبانو په ولکه کې دي.
د جنرال عبدالرازق اڅکزي ورور عبدالخالق اڅکزی وایي:« د جنرال عبدالرازق او زموږ د کورنۍ د اوسېدو کورونه او ملکیتونه په اول سر کې د طالبانو سره ول، اوس هم تر ډېره د دوی په لاس کې دي.»
د جنرال رازق ورور، عبدالخالق اڅکزي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د کورنۍ هیڅ غړی یې په افغانستان کې نه دی پاتې او نه هم هلته د ژوند کولو اجازه لري.
ښاغلی اڅکزی زیاتوي:« د سولې او خپلواکۍ اتل شهید جنرال عبدالرازق د کورنۍ غړي نه په کندهار کې ژوند کولای شي او نه هم هلته د ژوند کولو زمینه ورته برابره ده. دوی هلته تګ راتګ نه شي کولی.»
د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د جنرال عبدالرازق او طالبانو دوښمني د ۹۰مې لسیزې څخه دوام لري.
د کندهار له سقوط څخه څو ورځې وروسته پر خواله رسنیو ځیني انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې، چې په کندهار کې د طالبانو والي حاجي وفا او د پاکستان د استخباراتي ادارې یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د جنرال رازق د کور په مېلمستون کې یوه رسمي ناسته ترسره کړه.
د جنرال رازق ورور وايي، په دغه غونډه کې د “ای اېس ای” جنرالانو او مهمو غړو هم ګډون درلود.
عبدالخالق اڅکزي په دې اړه افغانستان انټرنشنل ته وویل:« د جنرال صاحب په کور کې په سپین بولدک کې، زموږ د ګاونډي هېواد د استخباراتو ځيني جنرالان، د کندهار د هغه وخت والي او ځینو نورو د جنرال رازق خان په مېلمستون کې د سهار له لسو بجو څخه د ماسپښین تر څلورو بجو پورې په ازاده توګه دوی غوښتل چې د جنرال صاحب په کور کې خپل قدم کېږدي او هغه ارمان یې پوره کړ او هلته یې جلسه وکړه.»

د جنرال رازق سیاسي فعالیتونه

جنرال رازق د کندهار د امنیه قوماندان د مسوولیت ترڅنګ د افغانستان په سیاسي مسایلو کې هم ښکېل و.
نوموړی د ځینو سیاسي مخالفتونو له امله څو ځله د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اشرف غني سره په ټکر کې راغلی و.
جنرال رازق هغه مهال څو ځله د ملي یووالي حکومت کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو په پار د حکومت د سیاسي مخالفینو سره یوځای په مستقیم او غیر مستقیم ډول غونډې هم جوړې کړې وې، چې د افغانستان ډېرو سیاسي مشرانو هم په کې برخه لرله.
د جنرال رازق دغه ډول فعالیتونه ډېری وخت د پخوانيو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي د غوصې لامل ګرځېدل.
خو نوموړي، له مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، عبدالرب رسول سیاف، محمد محقق، رحمت الله نبیل او ځیني نورو سیاسي څېرو سره ښه اړیکي پالل.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د جنرال رازق په اړه وايي، د افغانستان د اوسنیو بدلونونو بستر په سویلي ولایتونو کې اماده شو؛ خو ممکن د نوموړي د ژوند پر مهال داسې پېښه نه وای رامنځته شوې.
ښاغلی نبیل زیاتوي:« هغه څه چې په اګسټ میاشت کې پېښ شول، دا ټوله یو سلسله وه، چې متاسفانه افغانستان له اوسني ناورین سره مخ شو او که چېرې دی (جنرال رازق) ژوندی وای، زه په ډاډ ویلای شم، چې په لوی کندهار کې چې د افغانستان د اوسنیو تغیراتو بستر له هغه ځایه اماده شو، وضعیت به په دې حالت کې نه وای.»
جنرال رازق په سویلي زون کې د خپلو پراخو اړیکو څخه په استفادې په کندهار کې د طالبانو لپاره امن سیمه جوړه کړې وه او یو شمېر هغه طالبان چې، د طالبانو لیکې یې پرېښې وې، د کندهار په عینو مېنه کې د اوسېدو زمینه یې ورته برابره کړې وه.
جنرال رازق د یادو کسانو له ډلې د مولوي منظور احمد په نوم یو طالب چارواکی چې د طالبانو څخه جلا شوی و، د جنرال رازق په مرسته د پارلمان ټاکنو ته هم نوماند شو.


د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا له لوري د زلمي خلیل‌زاد ګومارنه او په سویلي ولایتونو کې د نفوذ لرونکو کسانو ترور

زلمی خلیل‌زاد د ۲۰۱۸ کال د سیپتمبر ۲۱مه نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د یوې رسمي اعلامیې په خپرېدو سره د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی اعلان شو.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو څېړنې ښيي، چې د نوموړي له ټاکل کېدو څخه څو ورځې وروسته د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د جنرال رازق په ګډون په ځنځیري ډول نفوذ لرونکي او ځواکمن کسان ترور شول.
د امریکا له لوري د افغانستان د سولې په چارو کې د ځانګړي استازي په ټاکل کېدو سره خلیل‌زاد په لومړي ځل د ۲۰۱۸ کال د اکټوبر په ۱۲مه نېته په دوحه کې د شېر محمد عباس په مشرۍ له طالب استازو سره خبرې وکړې.
د جنرال رازق له وژل کېدو څخه یوه ورځ وړاندې د اکټوبر په ۱۷مه نېټه په هلمند کې عبدالجبار قهرمان، د همدې میاشتې په ۳۱مه نېټه په فراه کې د فراه د ولایتي شورا رییس فرید بختور، د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال جنرال نعمت خلیل د دغه ولایت د ولایتي شورا د یو شمېر کسانو په ګډون ۲۵ تنه ووژل شول.
هغه مهال حکومتي چارواکو د چورلکې د غورځېدو لامل خرابه هوا بللې وه؛ خو طالبانو بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې چورلکه د دوی د ډزو په پایله کې راغورځول شوې وه.
همدارنګه د ۲۰۱۸ کال د ډیسمبر میاشتې په دویمه نېټه د افغانستان په سویل کې د طالبانو تر ټولو جګپوړی او ځواکمن قوماندان او د هلمند لپاره د دغې ډلې والي ملا محمد رحیم اخوند، چې په ملا منان مشهور و، د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.
ملا عبدالرحیم په قوم اسحاقزی و او د طالبانو په رهبرۍ کې تر ټولو مهم نظامي کس و.
د ملا منان په اړه ویل کېدل، چې په خپلو فعالیتونو کې یې خپلسري کوله او د طالبانو د مشر ملا هبت الله له ډېرو امرونو څخه یې سرغړونه کوله.
یو شمېر سرچینې وايي، په سویلي ولایتونو کې د نفوذ لرونکو کسانو ځنځیري ترور او د امریکا او طالبانو ترمنځ د رسمي مذاکراتو پیل سره مستقیم تړاو درلود.
جنرال رازق له رسنیو سره په مرکو او ولسي غونډو کې څو ځله خبرداری ورکړی و، چې په حکومت کې دننه ځینې کړۍ او طالبان په ګډه پلان لري، چې د نوموړي په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتو کې نور طالب ضد کسان ووژني، چې په دې توګه د طالبانو راتګ او ځواکمنتیا ته لاره هواره شي.
د یادو کسانو له وژل کېدو وروسته طالبان په کندهار، هلمند، روزګان، زابل او فراه کې خورا ځواکمن شول.
د راپورونو له مخې، هغه وخت طالبانو د کوټې شورا رهبري هم هلمند ته انتقال کړه او د طالبانو مرکزیت سویلي ولایتونه شول.


له بهرنیو هېوادونو سره د جنرال رازق اړیکي

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندنې ښيي، چې جنرال رازق، له امریکا او هند سره نږدې اړیکي لرل.
خو پر نوموړي، تل د نشه‌يي توکو په قاچاق او د بشر ضد کړنو تورونه هم پورې شوي ول.
له دغو تورونو سره هم جنرال رازق، د ډېرو کسانو لپاره الهام بخښونکی شخص ګڼل کېده.
جنرال رازق په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د کندهار مخکیني امنیه قوماندان جنرال خان محمد مجاهد له ژول کېدو وروسته د دغه ولایت د امنیه قوماندان په توګه دنده پیل کړه.
جنرال رازق د خپلو ولسي اړیکو او جګړه‌ییزو مهارتونو پر مټ د کندهار ترڅنګ، په روزګان، زابل او هلمند ولایتونو کې هم د طالبانو ضد عملیاتونه کول.


جنرال عبدالرازق درې ودونه کړي وو او له هغه څخه اووه زامن او پنځه لوڼې پاتې شوې دي.