د ایران له خوا د افغانانو ډلوژنه؛ د طالبانو د خواشینوونکي احتیاطي چلند عوامل څه دي؟

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

لیکوال او څېړونکی

د ایران د سراوان پر پوله د ایراني پوله ساتو په ډزو کې نېږدې ۲۶۰ افغانان وژل شوي دي، د بشري حقونو سازمانونو، ملګرو ملتونو، افغان سیاستوالو او سیاسي ډلو پر دغې پېښې خواشیني ښودلې ده او دا یې یوه ډلوژنه بللې ده.

حال وش د بشري حقونو سازمان بیا ویلي، چې د ایران پر پوله د ایراني پوله ساتو ځواکونو د ډزو په پایله کې ډېری وژل شوي او ټپي شوي کسان د بادغېس ولایت دي.

یاد سازمان د بلوچستان د نیوکوندی سیمې د اوسېدونکو په حواله وايي، چې « ایراني پوله ساتو په کلګان سرحدي سیمه کې پر لسګونو هغو افغان کډوالو مستقیمې ډزې وکړې، چې ایران ته یې د اوښتو هوډ درلود».

د دې سیمې د خلکو په وینا، په وژل شویو او ټپي شویو کسانو کې ډېری د بادغیس د غورماچ ولسوالۍ کم عمره ځوانان دي.

یاد سازمان وايي، ډیری کسان په ملا او پښو لګېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د خوړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت اعلان وکړ، چې په افغانستان کې له هرو درېیو کسانو څخه یو یې د اقلیم د شاکونو او اقتصادي بې ثباتۍ له امله د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دی.

خوړو ته نه لاسرسی په افغانستان کې د دې لامل شوی، چې ګډوالي زیاته شي او لویه برخه ځوانان له افغانستانه د وتلو تکل وکړي.

ایران ته لویه برخه افغان ځوانان د دې لپاره ځي، چې له ایران څخه ترکیې او له ترکیې څخه یونان ته د اروپا په تکل لاړ شي؛ خو یوه کوچنۍ برخه بیا ایران ته د کار لپاره ځي.

د بښنې نړۍوال سازمان په دې اړه خپاره شوي رپوټونه بوږنوونکي بللي او ټپیانو ته په پاکستان او ایران کې د درملنې خدماتو د نه رسېدو د ادعاوو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

دا سازمان د غیر قانوني وژونکي قوت د کارونې په تړاو، چې د افغانانو د مرګ لامل کیږي، د چټکو، رڼو او بې پرې او اغیزناکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

ایران بیا د پولو ساتنه خپل قانوني حق ګڼلی او د ارقامو په تړاو یې د ناکره والي اعلان کړی.

د طالبانو معضر احتیاط:

که څه هم په ایران کې له افغان وګړو سره خشن برخورد پخوانۍ بېلګې هم لري؛ خو دا ډلوژنه بیا د خپل ډول بې سارې پېښه ده، چې پر وړاندې یې په افغانستان کې د حاکم رژیم معضر احتیاط هم بې ساری دی.

له ایران سره د طالبانو اړیکې د دغې ډلې له بیا واکمنېدا راپه دېخوا د ملګرتیا یو نوي پړاو ته داخلې شوې دي. د طالب چارواکو تر ټولو ډېر سفرونه ایران ته کیږي او په دغه هېواد کې مېشتې سیاسي نماینده ګۍ هم طالبانو ته سپارل شوي دي.

د طالبانو مشرانو په وار – وار ایران ته د ښه ګاونډي او ستراتیژیک ملګري خطاب کړی او په ایران کې له افغان کډوالو سره د تریخ چلند پر وړاندې همېشه خاموش پاتې شوي دي.

وروستۍ زړه بوږنوونکې پېښه هم طالبانو په لومړي سر کې نادیده ونیوله او په یو معضر احتیاط سره یې وویل، چې د خپرو شویو ګونګسو په اړه ددوی بېلابېل ارګانونه او ډېپلوماتیکې استازولۍ پلټنې او څېړنې کوي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله په ګډون، د ریاست الوزرا رییس، مرستیالان او د بهرنیو چارو وزارت حتا د غندنې یوه اعلامیه هم نه ده خپره کړې.

تازه د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، ‏چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا له لوري د ایران او پاکستان پر پوله د افغانانو د مرګ ژوبلې د راپورونو د څېړلو او پلټنو لپاره یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې ده.

تېر تاریخ ته په کتو په دا ډول پېښو کې له هر څه وړاندې د اړونده هېواد سفیر یا مرستیال سفیر بهرنیو چارو وزارت ته د وضاحت او اندېښنې د شریکولو په پار غوښتل کېده؛ خو طالبانو تر اوسه د ایران سفیر نه دی غوښتی.

دا احتیاط او مرموزه خاموشي یوازې د دې لپاره ده، چې طالبان نه غواړي له ایران سره خپلې اړیکې خرابې کړي او له بله خوا په دې باوري دي، که غلي پاتې شي په کور دننه کوم ځواک نه شته، چې پر دوی فشار راوړي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، چې له غیر قانوني وګړو سره قانوني چلند د هر دولت روا حق دی او د هر هېواد پوله ساتي ځواکونه مکلف دي چې د بهرنیو غیر قانوني وګړو د ورتګ مخه ونیسي.

قمي پر خپل ایکس لیکلي، چې « د پولو کنټرول او ساتل ګډ مسوولیت دی او دا د ګاونډیو هېوادونو دنده ده چې د بې اسنادو وګړو او مشکوکو افرادو د غیر قانوني تګ او راتګ مخه ونیسي او د پولې د خوندیتوب په اړه نړۍ والو ژمنو ته متعهد واوسي».

د ډېپلوماتیک عرف له مخې په داسې حال کې چې ډلوژنه شوې وي، د یو سفیر دا ډول څرګندونې د توند غبرګون اړتیا په ګوته کوي، چې طالبان بیا هم غلي دي او نه غواړي چې ان د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ درجې کوم چارواکی یې هم وغږیږي.

د طالبانو دا چلند په ملي کچه دا فکر هم غښتلی کوي، چې دا ډله د افغانانو د حقونو د خوندیتابه وړتیا د اپراتفي اړیکو له سره قربانوي.

د پلټنو پایلې او د طالبانو احتمالي اقدامات:

‏طالبانو ویلي، چې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملامحمد ابراهیم صدر په مشرۍ د ملي دفاع، بهرنیو چارو او سرحداتو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست د استازو په ګدون لوړپوړي پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې دغه پېښه وپلټي.

طالبانو په دغه ډله کې هغه کسان ګومارلي، چې له ایران سره ښې اړیکې لري. ابراهیم صدر یو له هغوی اشخاصو دی، چې له پخوا یې ایران سره ښې اړیکې درلودې او له جمهوري دولت سره د جګړې پر مهال یې ایرانۍ وسلې تر لاسه کولې او په ایران کې ژوند کاوه.

په لومړي سر کې طالبانو هڅه کوله، چې رامنځته شوې پېښه عادي وګڼي او په یو نه یو ډول پېښه کوچنۍ وښيي؛ خو د رسنیو له متواترو راپورونو له مخې مجبور شول چې خپله خاموشي ماته کړي.

له ایران سره د طالبانو احتیاط او ملګرتیا ته په کتو به د طالبانو ټاکل شوی پلاوی خپلې څېړنې له کابله وکړي او نسبتاً یو نرم راپور به وړاندې کړي، چې له امله یې نه ایران خفه شي او هم د افغانانو په سترګو کې شګې وشیندل شي.

دا پېښه به هم لکه د نورو پېښو څو ورځې وروسته ورکه شي او په پایله کې یې د ایران د سفیر د احضار اړتیا هم له منځه یوسي.

پایله:

په افغانستان کې د یوه مشروع نظام نه موجودیت او د حکومت په ایجاد کې د ولسي ارادې نه شتون طالبانو ته دا جرئت ورکړی، چې له ډېرو لویو پېښو سره هم سطحي چلند وکړي.

بل خوا د طالبانو د مشر په ګډون ګڼي امنیتي چارواکي له ایران سره د اړیکو یوه پخوانۍ ریښه لري، چې له امله یې دوی نه شي کولی، چې د ایران پر وړاندې جدي دریځ وښيي.

همدا راز طالبان نه غواړي چې په ګاونډ کې یو نوی دوښمن پېدا کړي؛ نو ځکه د خپلې ملګرتیا د بقا لپاره له دغې پېښې سره سرسري چلند کوي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.