افغان الف کرېکټ لوبډله اېمرجېنګ اسیا جام په لړ کې د سریلانکا په وړاندې لوبېږي
د اېمرجېنګ اسیا جام شل اوریزه کرېکټ سیالۍ سبا د جمعې په ورځ پیلېږي. سبا دوه لوبې تر سره کېږي، لومړۍ لوبه د بنګله دېش او هانګ کانګ او دویمه لوبه د افغانستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ ده.
د ۲۰۲۴کال اېمرجېنګ اسیا جام سیالۍ د عمان په کوربهتوب ترسره کېږي.
په یادو سیالیو کې د لسو هېوادونو لوبډلې په دوو ګروپونو کې د یوبل پر وړاندې لوبېږي.
په دغه ټورنمنټ کې لومړۍ لوبه د بنګله دېش او هانګ کانګ لوبډلې په لوبه پیلېږي.
د ورځې په وروستیو کې بیا افغانستان او سریلانکا الف لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ د دروېش رسولي په لوبډلمشرۍ پنځلس کسیزه لوبډله دغو سیالیو کې د ګډون لپاره عمان ته لېږلې ده.
د افغانستان په پنځلس کسیزه لوبډله کې دروېش رسولي، زبېد الله اکبري، وفي الله تره خېل، بلال سمیع، محمد اسحاق شېرزاد، نعمان شاه اغا، شرف الدین اشرف، ننګلیالی خروټی، کریم جنت، الله محمد غضنفر، قیس احمد کامهوال، فریدالله داوودزی، صدیق الله اتل، شاهدالله کمال او عبدالرحمن رحماني اخیستل شوي دي.