د افغانستان د فوټبال ۱۷‌کلنه ملي لوبډله اسیا جام ته د لار موندنې په موخه کمبودیا ته ورسېده

د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان د فوټبال اولس کلنو ملي لوبډله د چهار شنبې په ورځ د ۲۰۲۵ کال اسیا جام ته د لار موندنې په موخه کمبودیا ته روانه شوه.

د فوټبال فدراسیون په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دغه لوبې د کمبودیا په کوربه‌توب د اکټوبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پیلیږي او تر ۲۷مې نېټې به دوام وکړي.
د افغانستان لوبډله په (بي) ګروپ کې د بنګله دېش، کمبودیا، فلیپین او ماکاو هېوادونو له لوبډلو سره سیالۍ تر سره کوي.
د افغانستان د اولس کلنو ملي لوبډلې روزونکی الیاس منوچهر وایي،‌ په لوبډله کې یې نوي بدلونونه راوستي دي، ځکه مخکیني لوبغاړي د عمر د لوړوالي له امله په دغه سفر کې د لوبډلې برخه نه دي.
د افغانستان د فوټبال د اولس کلنو ملي لوبډلې د تېرو څو پرله پسې ورځو راهیسې په کابل کې د یادو لوبو لپاره سخت تمرینونه تر سره کړل.
ښاغلی منوچهر وايي، که څه هم اوسنۍ لوبډله کې تر ډېره نوي او ځوان لوبغاړي ځای پر ځای شوي؛ خو تمه لري چې په یادو سیالیو کې ښه لاسته راوړنه ولري.