‏طالبان: له ایران او پاکستانه شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې له ایران او پاکستانه تېره ورځ شاوخوا ۲۸۰ کورنۍ بېرته خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه اژانس تېره ورځ هم په اېکس پاڼه د راستنو شویو کورنیو ورته شمېره خپره کړې وه.
د دغه اژانس د ننۍ شمېرې له مخې، تېره ورځ د تورخم له لارې ۱۷ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۸۲ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۲۹ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
طالبانو ویلي، چې دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې یې په سلګونو کورنيو مرستې هم وېشلې دي.
په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو سره بد چلن دوی اړ ایستي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
همدا تېره ورځ په ایران کې د حال وش خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران سرحدي ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې چې غوښتل یې ایران ته داخل شي.
د دغه اژانس په وینا، د ۳۰۰ کډوالو له ډلې یوازې ۶۰ یا ۷۰ تنه یې ژوندي پاتې دي؛ پاتې نور وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان استازي ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ مېلیونه افغانانو هېواد پرېښی او دغه ستونزه باید له ریښې حل شي.
نصیر احمد اندېشه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان د کډوالو او بې ځایه شویو حالت د نړۍ یو له جدي ننګونو څخه دی؛ خو ګڼ افغانان پر طالبانو نېوکې کوي، چې نه یې په کور د ننه خلکو ته د کار او بار زمینې برابرې کړې او نه یې هم په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو ستونزې حل کړې دي.
د ایران تر وروستۍ پېښې وړاندې هم په هغه هېواد کې ګڼ افغانان ځورول شوي او پر حقونو یې تیری شوی؛ خو طالبانو یې په اړه نه غږ پورته کړی او نه یې هم غبرګون ښودلی دی.