د امریکا ټاکنې؛ ولې اروپایان ټرمپ نه خوښوي او د ټرمپ له راتګه وېره لري؟

د امریکا د ټاکنو په نږدې کیدو سره اروپایان، چې د متحده ایالاتو اوږدمهاله ملګري دي، د ټاکنو د پایلو په اړه خورا اندېښمن دي. له ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د اروپایانو د تعامل ناخوښه تجربه په معاصر تاریخ کې ساری نه لري.

هغه وخت چې اروپایانو د متحده ایالاتو همکارۍ ته اړتیا لرله، ټرمپ د اروپایي مشرانو سره د اړیکو پر بیا کتنه او حساب کتاب پیل کړ.

د ټرمپ چلند د اروپایي مشرانو لپاره ځورونکی دی.

د ټرمپ چلند له هغو سیاسي، اقتصادي او امنیتي نورمونو سره سمون نه خوري چې د څو لسیزو په اوږدو کې له دویمې نړۍوالې او سړې جګړۍ وروسته رامنځته شوی و. د ټرمپ نا مترقبه چلند تل هغه اروپایان له جدي ننګونو سره مخ کړي چې له دې نظم سره عادت شوي وو.

د اروپایی اتحادیې د بقا لپاره ننګونه

اروپا په ۲۰۱۷ کال کې لا هم د دویمې نړۍوالې جګړې راهیسې د کډوالۍ تر ټولو لویې څپې سره مخ وه. د اروپایي اتحادیې هېوادونو ترمنځ د کډوالو د تنظیم او وېشلو لپاره د اروپا کمېسیون هڅې له جدي ستونزو سره مخ شوې او ځینې هېوادونه لکه؛ هنګري او پولنډ په مستقیم ډول د بروکسل د کډوالۍ له پالیسۍ سره مخالفت وکړ.

دا سرغړونه او په پایله کې د اروپایي هېوادونو تر منځ د سرحدونو وېشل، کولی شول د "اروپایي اتحادیې" شتون په جدي توګه وګواښي.

په اروپا کې د ښي اړخو سیاستونو وده په مستقیم ډول د ناقانونه کډوالۍ په اړه د ټرمپ ادارې له پالیسۍ څخه اغیزمنه وه. ټرمپ د هنګري د ویکتور اوربان په څېر د ښي اړخو مشرانو الګو و.

اوربان لا هم له ټرمپه متاثره دی. هغه د روان کال د اکټوبر په لسمه وویل، ټرمپ به بریالی شي او بریا به یې په یوه بوتل شامپاین ونمانځي.

په اروپا کې د پرله پسې پېښو پسې، له اروپایي اتحادیې څخه د برېتانیا وتل بله جدي پېښه وه، چې د اروپا مشران یې وننګول.

ټرمپ په مکرر ډول د برېتانیا د وتلو (برګزیت) ملاتړ وکړ، ټرمپ په یوې مرکه کې وویل، چې اروپایي اتحادیه "د جرمنانو په لاس کې ماشین و او برېتانیا هوښیاري وکړه چې ترې بیله شوه.

په یوه بله مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د برېتانیا خلکو برګزیت ته رایه ورکړه، ټرمپ وویل: «خلک نه غواړي چې نور خلک د دوی هېواد ته راشي او ویجاړ یې کړي.»

ناټو ته د ټرمپ تګلاره

د کډوالې د مسالې تر څنګ اروپایان د شمالي اتلانتیک د تړون سازمان یا ناټو ته د ټرمپ د چلند له امله تر ټولو زیات ناراضه دي. ټرمپ په خپله لومړۍ اداره کې د ناټو تړون غیر موثر وباله او له ټولو غړو هېوادونو یې وغوښتل چې په بودیجه کې خپله ونډه زیاته کړي.

د جرمني شپیګل مجلې لیکلي، چې ټرمپ حتا په سپینه ماڼۍ کې د خپلې لومړۍ رسمي غونډې پر مهال مېرکل ته ویلي وو: «انګیلا، ته زما یو ټریلیون ډالره پوروړې یې».

سټیو بانون، د ټرمپ ستراتیژیست دا اندازه محاسبه کړې وه. د هغه د محاسبې اساس دا و چې جرمني د خپل ناخالص ملي محصول ۲ سلنه د پوځي سکتور د پیاوړتیا لپاره نه وو ځانګړي کړې. هغه مساله وه چې په ۲۰۱۴ کې د ناټو غړو هېوادونو موافقه کړې وه. د یادولو وړ ده، چې تر ۲۰۱۷ پورې له ۳۲ غړو څخه یوازې ۴ یې پلي کړي وو.

د ناټو او اروپایانو د مسالې په اړه د ټرمپ سخت دریځي تر دې حده وه، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د اروپا د کمېسیون د هغه وخت مشرې اورسولا فون دیر لاین ته وویل: «که پر اروپا برید وشي، موږ (متحده ایالات) به هېڅکله هم له تاسو سره مرسته او ملاتړ ونه کړو.»

همدا راز، د دې کال په پیل کې هغه په ​​​​خپل ټاکنیز کمپاین کې په تنده لهجه وویل: "که پیسې ورنکړئ، موږ له ستاسو دفاع نه کوو.»

دا په داسې حال ده چې د جرمنې د بهرنیو چارو د پخواني وزیر یوشکا فیشر په وینا، د اروپا په خاوره کې د متحده ایالاتو د پوځي تجهیزاتو او اټومي محافظتي چتر پرته د اروپايي اتحادیې د ۲۷ هېوادونه د روسیې له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې توان نه لري.

دغه کیڼ اړخه جرمن سیاستوال په دې باور دی چې که ټرمپ یې وګټي، اروپايي ټولنه «بله لاره نه لري چې پر ځان بسیا پوځي او سیاسي قدرت شي.»

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم په وار - وار ویلي، چې اروپایي پوځ باید جوړ شي. د روان کال د می میاشت کې په بل ډول د ټرمپ د راستنیدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل: «ایا د امریکا حکومت به تل همداسې وي؟ هېڅوک دا نه شي ویلی او موږ نه شو کولی خپل ټولیز امنیت او ثبات د امریکایي رایه ورکونکو په اراده تکیه کړو.»

د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د هغه چلند د دې لامل شو چې د اروپایانو تر څنګ امریکایان هم د حل لارې په فکر شي.

په متحده ایالاتو کې د ناټو ملاتړو د تېر کال په وروستیو کې د ملي دفاع په منشور کې یو قانون شامل کړ، چې له مخې یې هېڅ ولسمشر نه شي کولی د کانګرس له رایې پرته د ناټو له امنیتي تړون څخه ووځي.»

ولیدل شي، که چیرې ټرامپ ټاکنې ګټې نو د ناټو په اړه به یې تګلاره څه وي، په ځانګړې توګه دا چې لږ تر لږه دوه پېښې کولی شي د هغه ذهن بدل کړي؛ لومړی، د اوکراین جګړه او د زېلېنسکي په ساتنه یا ملاتړ کې د ناټو رول او دویم، د ناټو د عمومي منشي بدلون.

د ناروې سوسیال ډېموکراتیک سیاستوال ینس ستولتنبرګ د لسو کلونو لپاره د ۲۰۱۴ څخه تر تېرې میاشتې پورې د لویدیځ تر ټولو مهم دفاعي بنسټ عمومي منشي و.

اوس د اکټوبر له لومړۍ نېټې راهیسې د هالنډ پخوانی لومړی وزیر مارک روټه د هغه ځای ناستی دی. د اوکراين د کړکېچ په اړه د روټه څرګندونې ښيي چې د هغه او ټرمپ تر منځ د نظر اختلاف ډېر دی.

روټه مخکې ویلي وو، چې د ناټو غړي هېوادونه باید له اوکراین سره د روسیې په مقابل کې مرسته وکړي. هغه دا هم ویلي وو، چې په ناټو کې د شاملېدو لپاره د اوکراین لاره "نه بدلیدونکې" ده او روسیه په دې مساله کې هېڅ ویټو نه لري.

د اتلانتیک په دواړو غاړو کې د سوداګرۍ پلان (ټرانس اتلانټیک)

د ټرانس اتلانتیک پانګونې او تجارت شراکت (TTIP) یو هوښیار پلان و، چې کولی یې شول په ښه توګه د اتلانتیک دواړو غاړو اقتصاد ته وده ورکړي.

د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۴ کلونو تر منځ د اروپایي اتحادیې د سوداګرۍ کمېشنر کارل د ګوخت وایي، چې دا طرحه د دوه اړخیز تجارت تر ټولو لوی نوښت و ځکه چې د نړۍ دوه لوی اقتصادي قطبونه یې سره نښلول.

کله چې ټرمپ واک ته ورسېد، امریکا دغه طرحه ودروله، خو ډېر ژر یې ورته پلان وړاندې کړ، چې اروپایانو ورسره موافقه ونه کړه. بالاخره د ۲۰۱۹کال په اپریل میاشت کې دواړو خواو د دغې سترې اقتصادي پروژې د بندولو اعلان وکړ.

د اروپايي کمېسیون په وینا، که هغه پلان پلي شوی وی، هر کال به د اروپا اقتصاد ته به ۱۲۰ میلیارده یورو، د امریکا اقتصاد ته ۹۰ میلیارده ډالر او د نړۍ اقتصاد ته ۱۰۰ میلیارد یورو اضافه شوي وی.

د کلمبیا د حقوقو په پوهنځي کې د حقوقو استاد انو بردفورد په وینا، «د ټي ټي ای پي» پلان د نړۍ د سوداګرۍ یو پر درېیمه برخه لیبرال کوله او میلیونونه نوې دندې یې رامنځته کولې.

د ټرمپ ملتپاله چلند چې د هغه د بریا لامل شو په نړۍواله سوداګرۍ کې په ځانګړي توګه د اروپا او متحده ایالاتو د سوداګرۍ جوړښت کې قوي ټکانونه رامینځته کړل.

کورنیو تولیداتو ته په لومړیتوب ورکولو او د "لومړی امریکا" شعار په ورکولو سره، ټرمپ په حقیقت کې د اتلانتیک د دواړو غاړو له سوداګریز پلان څخه په شا شو او د اروپایانو، د دوی د اوږدمهاله او دایمي شریکانو لاسونه یې په منګولو کې پرې کړل.

د ټرمپ د واکمنۍ دورې اروپایانو ته وښودله چې د ټرمپ په امریکا کې دوی په هېڅ ډول اوږدمهاله اقتصادي پلان باندې حساب نه شي کولی تر څو چې د امریکا د ولسمشرۍ لاس د هغه په ​​لغوه کولو یا بدلولو کې تړلی نه وي.

د پاریس اقلیمي تړون

د ټرمپ د تمې خلاف اقداماتو څخه یو د پاریس د اقلیمي تړون څخه د متحده ایالاتو وتل وو. دا تړون چې د اقلیم د بدلون په اړه یو نړۍوال تړون دی، په ۲۰۱۶ کال کې د ملګرو ملتونو د ۱۹۵ غړو له خوا لاسلیک شو.

د اقلیم د دې مهم تړون موخه د ځمکې د سطحې د تودوخې د زیاتوالي د کنټرول او د سانتي ګراد له ۱.۵درجو څخه ښکته ساتل او د ګلخانه یې ګازونو کمیدل دي چې د دې پیړۍ منځ کې باید صفر ته ورسیږي.

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ متحده ایالاتو په ۲۰۱۹ کې د پاریس د اقلیمي تړون څخه د وتلو رسمي غوښتنه وړاندې کړه او په ۲۰۲۰ کې په رسمي ډول له دې ټرونه ووتله.

له دغه تړون څخه د امريکا وتل د دغه مهم چاپېريال تړون پر بقا ناوړه اغېز وکړ، له همدې امله نورو هېوادونو هم په دې برخه کې خپلې مرستې کمې کړې.

په ۲۰۲۱ کې جو بایډن د ولسمشرۍ قسم خوړلو مراسمو څخه څو ساعته وروسته امر وکړ، چې د پاریس اقلیمي تړون کې دې د امریکا متحده ایالات یو ځل بیا یوځای شي.