اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه

افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

نن داکتوبر پر پنځلسمه د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه په اسلام اباد کې پیل شوه. په دې غونډه کې د دغه سازمان د غړو هیوادونو د حکومتونو مشران یا لوړ رتبه چارواکي ګډون کوي. د چین لومړی وزیر لي کیانګ د یوه پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې د خپل هیواد استازولي کوي.

د چین په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر، د سوداګرۍ وزیر، د ملي پراختیا وزیر او نور لوړپوړي چارواکي هم شته.

له هند نه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر اسلام اباد ته راغلی دی.

د هند حکومت د شنکر له سفر وړاندې دا خبره کړې وه چې نوموړی له کوربه هیواد سره په دوه اړخیزو مناسباتو خبرې نه کوي او د هغه د سفر یوازینۍ موخه په کنفرانس کې ګډون دی، خو بیا هم دا خبره مهمه ده چې له نه و کالو وروسته د هند د حکومت یو وزیر پاکستان ته راځي.

دغه رنګه د روسیې ، ایران او د مرکزي اسیا د جمهوریتونو لوړ پوړي غړي هم په دغه کنفرانس کې برخه اخلي.

د شانګهاۍ د مشرانو دغه کنفرانس په داسې شرایطو کې په اسلام اباد کې دایریږي چې پاکستان له ډیرو ژورو او سنګینو اقتصادي، امنیتي او سیاسي بحرانونو سره مخ دی.

د پاکستان امنیتي وضعیت د خړپړتیا په وجه د شانګهای همکارۍ سازمان د ډیرو غړو هیوادونو د مصوونیتي موسسو پلاوي له مخکې نه پاکستان ته راغلي دي، چې د پاکستان امنیتی اوضاع وڅاري؛ له خپلو هیوادونو نه راتلونکو چارواکو مصوونیت ته ورپیښو خطرونو باندې ځان پوه کړي او د پاکستان له مصوونیتي موسسو سره یو ځاې د ممکنه خطرونو مخ نیوی وکړي.

پاکستان کې په چینایانو باندې له پرله پسې تروریستي بریدونو وروسته د پاکستان د حکومت مصوونیتي شبکو کنفرانس کې د چینايي پلاوي غړو امنیت ته خاصه پاملرنه کړې ده.

د چینايي میلمنو د استوګنې د هوټل او چینايي سفارت ته تللې لاره د عادي خلکو د تګ راتګ په مخ تړلې ده.

دا خبره د یادونې وړ ده چې پاکستان کې په چینايي کارمندانو تازه ځانمرګی برید د اکتوبر په شپږمه نیټه شوی و.

هم دغه وجه ده چې د چین او پاکستان لومړي وزیرانو خپل منځي خبرې په اسلام اباد کې د لومړي وزیر په دفتر کې وکړې.

ورسره یې له اسلام اباد نه دوه زره کیلومتره لرې د بلوچستان په ګوادر کې د نوي جوړ شوي هوايي میدان پرانسته هم په مجازي توګه د لومړي وزیر شهباز شریف له دفتر نه وکړه، ځکه چې ګوادر ته سفر کې امنیتي ګواښونه پیښیدلی شول.

د اسلام اباد لپاره د دغه کنفرانس د اهمیت یو مهم اړخ دا دیچې په تیره یوه لسیزه کې د اقتصادي بحران، امنیتی چیلنجونو او داخلي سیاسي بې ثباتۍ په وجه پاکستان په بین المللي سیاست کې د تجرید او انزوا خوا ته تللی.

دا خبره هم د یادونې وړ ده چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونولهاخراج وروسته متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو لپاره د پاکستان هغه پخوانی اهمیت نه دی پاتې شوی ، نو اوسنی کنفرانس د یوریشیا د هیوادونو ( چې د نړۍ د ټول نفوس شپیته سلنه نفوس لري) د لوړ پوړو چارواکو راتګ کوربه هیواد په توګه پاکستان ته دا موقع په لاس ورکوي، چې د سیمې او نړۍ له یو شمیر هیوادونو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي.

په چین کې د پاکستان یوه پخواني سفیر منظورالحق په دې تړاو وویل چې« د مشرانو دغه تاریخي کنفرانس د دغو هیوادونو زعامت ته موقع مساعدوي چې په یو شمیر مسایلو باندې له نږدې نه خبرې وکړي، چې په دې کې له ترهګرۍ نه تر اقتصادي همکارۍ، د استوګنې چاپیریال نه تر فقر او بې روزګارۍ او د کلتوري اړیکو د تامین لپاره د پلاویو تبادلې شامل دي».

همدغسې د ایران اسلامي جمهوریت به، چې له اسراییل او امریکا سره یې اړیکي ډیر خړپړ او پېچلي دي، هم په دغه کنفرانس کې د خپل حضور په وسیله دا خبره زباده کړي چې ګویا هغه دومره هم یوازې نه دی او د نړۍ له ځینو مهمو هیوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې لري.

سره له دې چې پاکستان او هندوستان دواړه د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي دي، خو د دغو ګاونډیو هیوادونو تر مینځ دوه اړخیزې اړیکې دومره ترینګلې دي چې په دغه کنفرانس کې د ګډون په جریان کې د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ دخپل منځي مناسباتو پر عادي کولود خبرو اترو امکان ډیر لږ دی.

د دغه کار لپاره د پاکستان شرط دا دی چې د هند حکومت باید لومړی خپل د اګست ۲۰۱۹ هغه تصمیم بدل کړي د کوم له مخې چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر ایالتي حیثیت له منځه وړل شوی دی او کشمیر یې د مرکزي حکومت تر نیغ په نیغه واک لاندې سیمه ګرځولی ده.

له بلې خوا هند غوښتنه کوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ خبرې اترې یوازې له پاکستان څخه هند ته د صادریدونکي تروریزم د مخنیوي پر موضوع کیدلی شي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د کنفرانس د پیل نه وړاندې په اسلام اباد کې د فوق العاده امنیتي تیاري اصلی علت د پاکستان د ننه ژوریدونکی سیاسی انقطاب دی.

د کنفرانس د پیل نه وړاندې حکومت د اسلام اباد د امنیت چارې پوځ ته ځکه وسپارلې چې د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف اعلان کړی وو چې د راولپنډۍ په زندان کې بندي د خپل رهبر عمران خان سره د هغه د فامیل د غړو، دفاع د وکیلانو او ډاکټرانو په ملاقاتونو د بندیز خلاف د پروتست لپاره به د دغه ګوند غړی د اکتوبر په پنځلمه نیټه د لومړي وزیر د دفتر او پارلمان مخې ته تظاهراتو لپاره په ګڼ تعداد کې راځي.

د دغو تظاهراتو د مخ نیوي لپاره فوج او پولیس د اسلام اباد زیاتره لارې د ولس د تګ راتګ په مخ تړلې او د پاکستان په پلازمینه کې یې درې ورځې عمومی رخصت هم اعلان شوی دی.

خو په دې موضوع دد حکومت او پي ټي تی تر مینځه خبرې روانې وې او د کنفرانس د پیل نه یوه ورځ وړاندې د دوی په منځ کې موافقه وشوه چې د هغې له مخې به حکومت په بندیخانه کې عمران خان ته د وکیلانو ، د فامیل د غړو او د ډاکټرانو سره د لیدلو کتلو اجازه ورکړي او د دې په بدل کې به دا ګونډ د پروتست او تظاهراتو پلان منسوخ کړي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.