د طالبانو کورنیو چارو وزارت: د تېر حکومت کارمنان په ځانګړي ډول ښځې له کواښ سره مخ نه دي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي د تېر حکومت کارمنان او په ځانګړې توګه کارمنې تر کواښ لاندې نه دي. په یوه ویډیوي کلېپ کې ښاغلی قانع په ټینکار سره وايي چې د ملاهبت الله لخوا اعلان شوې، ټولبښنه په ټولو یو ډول عملي کیږي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي د تېر حکومت پولیسې چې اوس هم د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت کې خپلې دندې لری، له هېڅ رسمي ادارې یا فردي ډول له کوم کواښ او تعقیب سره مخ نه دي.

عبدالمتین قانع وايی که کومې ښځینه کارمندانې له شخصي او کورني کواښ سره مخ کیږي باید په دې اړه د طالبانو تر واک لاندې کورنیو چارو وزارت پولیسو ته خبر ورکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي کواښ جرم دی او هېچاته به اجازه ور نه کړو چې زمونږ کارمندان و کواښي.

قانع زیاتوي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په چوګاټ کې نږدېه دوه زره کارمنانې په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه، خو په تېرو درېیو کلونو کې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو د څارنوالانو او پوځي کارکوونکو په ګډون د سلګونو مخکنیو حکومتي چارواکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.