ژوند او روغتیا؛ که د انار له دې ګټو خبر شئ نو تل به یې خورئ

په ولسي باور انار هغه مېوه ده، چې په خوړلو یې د انسان زړه تازه کیږي. که څه هم د انارو پاکول لږ څه ستونزمن کار ښکاري، خو د سرو دانو خوړل یې ډېر خوند هم لري، چې په دې ستونزو ارزي مګر د خوند تر څنګ دغه سرې دانې ډېرې ګټې هم لري.

انار د فایبر اصلي سرچینه ګڼل کېږي او په زیاته اندازه ويټامین اې، سي، اي، اوسپنه او انتي اکسیدان لري. په تېره بیا د افغانستان انار د خوند او رنګ له اړخه په نړۍ کې بې ساري دي.

ځینې نجونې انار د دې لپاره نه خوري چې د انار پوستکې یې لاسونه خرابوي؛ خو که د انار په دې ګټو پوهې شي نو تل به یې خوري.

د انارو خوړل د انسان بدن سالم ساتي او د بېلابېلو ناروغیو خطر کموي.

دا مېوه له تېرو وختونو راهیسې د انسان د خواړو برخه وه او د انار د ګټو موندلو لپاره ډېرې څېړنې ترسره شوي.

د انارو ګټې:

نار له انټي اکسیډنټ بډایه دی. د انارو دانې په لوړه کچه پولیفینول انټي اکسیډنټ لري. پولیفینول هغه مرکبات دي، چې له هغو بې ثباته مالیکولونو سره مبارزه کوي چې حجرو ته تاوان رسوي. دا مالیکولونه د. ازاد رادیکالونو په نوم هم یادیږي.

په انار کې د پولي فینولز یو ډول فلیونویډز شته، چې د روغتیا لپاره خورا ګټور دي او د بېلابېلو ناروغیو لکه د وینې لوړ فشار او سرطان خطر کموي.

انار د فایبر ښه سرچینه ده

د انارو له یوې نېمې پیالې دانو څخه ۵ ګرامه فایبر ترلاسه کیږي، چې د ورځنۍ اړتیا ۱۸ سلنې برابره ده.

په انار کې د داسې فایبر مقدار زیات دی چې په اسانې سره بدن کې نه جذبیږي. چې د انار دغه ډول فایبر د هاضمې د سیستم لپاره مهم رول لوبوي او د قبضیت مخه نیسي. همدا راز د وینې شکر کنټرول وي او له وخت څخه مخې د لوږې احساس نه کوئ.

د خولې بد بوی له منځه وړي

په انارو کې موجود مرکبات د میکروبونو پروړاندې محافظت رامنځته کوي. د انارو خوړل د خولې روغتیا سموي او هغه باکتریا چې په خولې کې راټولیږي او د خولې د بد بوي لامل ګرځي له منځه وړي او غاښونه هم له تخریب څخه ساتي.

انار ويټامين سي لري

انار د ویټامین سي یوه ښه سرچینه هم ده. د انار نیمه پیاله دانې ۹ ملي ګرامه ویټامین سي لري.

د انسان بدن نه شي کولی دا ویټامین په خپله جوړ کړي، نو دا باید د خوړو له لارې ترلاسه شي، کوم چې په بدن کې د انټي اکسیډنټ په توګه کار کوي.

د ویټامین سي خوړل د انسان د معافیت سیسټم پیاوړی کوي او د د موسمي ناروغیو د اخته کېدو خطر کموي.

انار د وینې شریانونو لپاره ګټور دي

انار په بدن کې د نایټریک اکسایډ اغیز زیاتوي، کوم چې د وینې رګونه پراخوي. نایټریک اکسایډ د فزیکي فعالیت پرمهال د وینې جریان ښه کوي.

انار په سرطان د اخته کېدو خطر کموي

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، انار په لوړه کچه انټي اکسیډنټ لري چې حجرې د اکسیډیټ فشار څخه ساتي.

د ځینو څیړنیزو راپورونو له مخې، د انارو خوړل د مثانې، سینې، سږو او کولمو د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي.

باید یادونه وشي چې په دې برخه کې په حیواناتو ډېرې څېړنې شوې دي، خو پر انسانانو ډېرې څېړنې لا نه دي شوي.

انار د التهاب د رامنځته کېدو مخنیوی کوي

په انارو کې موجود انټي اکسیډنټونه د بدن د التهاب په کمولو کې مرسته کوي.څېړنو موندلې، چې د انارو د جوس څښل د التهاب د رامنځته کېدو مخنیوی کوي.

انار د زړه روغتیا ښه کوي

څرنګه چې د التهاب ناروغیانې د زړه د ناروغۍ یو لوی عامل دی، همداسې د انارو خوړل د زړه روغتیا ته وده ورکوي.

څېړنو ښودلې، چې د انارو جوس څښل د وینې فشار کموي، چې له دې سره د زړه د ناروغیو خطر هم کمیږي.

داسې شواهد هم شته، چې ښیي د انارو خوړل د زړه ناروغۍ کنټرولولو کې مرسته کولی شي.

په انارو کې پوتاشیم دي

د انارو جوس د پوتاشیم ښه سرچینه ده، او پوتاشیم د عضلاتو د ښه فعالیت لپاره یوه مهمه برخه ده.

پوتاشیم د عصبي فعالیت لپاره هم مهم دي او د زړه درزا هم ښه ساتي. د انارو یوه پیاله جوس بدن ته ۵۳۳ملي ګرامه پوټاشیم ورکوي.

انار د پښتورګو روغتیا ته وده ورکوي

د پښتورګو ډبرې په ټوله نړۍ کې په میلیونونو خلک اغېزمن کړي دي، که چېرې درملنه یې ونه شي نو د سخت درد او نورو جدي اختلالاتو لامل کیدلی شي.

یوې څېړنې څرګنده کړې، چې د انارو خوړل په دې مېوه کې د موجود انټي اکسیډنټ له امله د پښتورګو د تیږو مخنیوی کوي.

انار د شکرې ناروغي کنټرول کوي

څېړنېزو راپورونو ښودلې، که چیرې د ټایپ ۲ شکرې ناروغان د انارو جوس څښل پیل کړي، د انسولین د وهلو کمېدلو کې مرسته کولې شي او همدا راز د شکرۍ ناروغۍ مختلف اختلالاتو خطر کموي.

دا مېوه د شکرۍ ناروغانو سره مرسته کوي چې د دوی د بدن وزن په صحي کچه وساتي .

انار د مغزو لپاره هم ګټور دی

په انارو کې موجود مرکبات د مغزو لپاره هم ګټور دي، ځکه چې دا د اکسیډیټ فشار او د التهاب مخه نیسي.

د ځینو څیړنیزو راپورونو له مخې، دا مرکبات مغزو سره مرسته کوي چې د الزایمر ناروغۍ مخه ونیسي.

همدا رنګه انار د مغزو پړسوب هم کموي، چې له دې سره د رواني اختلالاتو خطر کمیږي.

د انار د ګټورو معلوماتو له لوستلو وروسته، زه ډاډه یم چې تاسې به حتماً انار د خپلو خوړو لېست کې اضافه کوی.