حال وش خبري اژانس: د ایران سرحدي ځواکونو له خوا لسګونه افغان کډوال ووژل شول

د حال وش خبرې اژانس راپور ورکړی، چې د ایران سرحدی ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړي، چې غوښتل یې ایران ته داخل شی او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.

حال وش خبري اژانس د سې شنبې په ورځ ( د تلې ۲۴مه) د ترلاسه شویو ویډیوګانو او انځورونو او همدا راز د عیني شاهدانو د ادعاوو په حواله راپور ورکړ، چې د ۳۰۰ افغان کډوالو له جملې څخه شاوخوا ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې ژوندي او پاتې نور وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

په عین حال کې یو شمېر عیني شاهدانو، چې غږونه یې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي وايي، د ایران د پوځي ځواکونو له خوا شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوال په نښه شوي او تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

تر اوسه ايراني چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي او د مرګ ژوبلې کره او تایید شوې شمېره هم معلومه نه ده.

سروان په سیستان او بلوچستان ایالت کې دی او له پاکستان سره ګډه پوله لري. له دې وړاندې هم بلوڅ وسله والو له دې پولې را اوښتي او د ایران پر سرحدي ځواکونو یې بریدونه کړي او یو شمېر یې وژلي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې ایراني ځواکونه پر افغان کډوالو ډزې کوي. تر دې مخکې د بښنې نړۍوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي وو، هغه افغان کډوال چې غواړي د ایران او ترکیې له لارې خوندي هېوادونو ته ولاړ شي، د ایران او ترکیې سرحدي ځواکونو په نښه کړي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې «له موږ سره د انسانانو په څیر چلند نه کیږي» تر سرلیک لاندې وویل، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون کډوال د سرحد دیوال ته په ختلو او یا هم تر ډیره د ایران په پوله کې د کټارو لاندې د تېریدو پر مهال په مستقیم ډول په ډزو وژل شوي دي.