شنبه های ارغواني غورځنګ: د طالبانو د جنایاتو پر وړاندې بیړنی جدي غبرګون په کار دی

د شنبه های ارغواني غورځنګ وایي، چې د طالبانو د جنایاتو پر وړاندې جدي غبرګون ته بیړنۍ اړتیا ده. دغه غورځنګ ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو ته خبرداری ورکړ، مخکې له دې چې په افغانستان کې بشري ناورین له کنټروله ووځي، باید د طالبانو جنایتونو ته پرېکنده ځواب ورکړي.

یاد غورځنګ په یوه اعلامیه کې له نړۍوالو بشري ادارو غوښتي، چې پر طالبانو د سختو بندیزونو د لګولو او د دې ډلې پر جنایتونو د خپلواک څار له لارې له هغوی سره تعامل پای ته ورسوي.
له دې اعلامیې سره د معترضو ښځو یوه ویډیو هم خپره شوې چې وايي، ښځې په افغانستان کې د طالبانو د سیستماتیک تاوتریخوالي اصلي قربانیانې دي.
د دوی په خبره، ښځې له تېرو دریو کلونو راهیسې په پراخه کچه د بشري حقونو له سرغړونو په ځانګړې توګه په بندخونو کې له جنسي تېریو، طالب جنګیالیو سره جبري ودونو او ان د شریعت د پليتابه، حجاب او د امر بالمعروف په پلمه له تښتونو سره مخ دي.
د شنبه های ارغواني غورځنګ وايي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د جنایتونو دوام نه یوازې د افغانستان د ښځو ژوند ستونزمن کړی، بلکې د بشري حقونو او عدالت په اړه یې نړۍوال تعهد هم ننګولی دی.
یاد غورځنګ دغه راز زیاتوي، چې په افغانستان کې د طالبانو د بشري ضد جنایتونو پر وړاندې د نړۍ بې‌پامي به د افغانستان ښځې لا ډېرې تیاره برخلیک ته بوځي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې ډلې د ښځو پروړاندې د ټولو ښوونیزو مراکزو دروازې بندې کړې او د ژوند له ټولو لومړنیو حقونو څخه یې بې برخې کړي دي.
که څه هم د ښځو د حقونو فعالینو، د بشري حقونو ملاتړو ادارو او ملګرو ملتونو په ځلونو له یادې ډلې غوښتي چې د ښځو پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي، خو طالب چارواکي وایي، دوی په افغانستان کې شریعت پلي کوي او د ښځو حق هم پکې خوندي دي.