د پښتنو قومي جرګه؛ د بحث محورونه او پرېکړې
د پښتنو په وروستي درې سوه کلن تاریخ کې لومړی ځل دی، چې په لویه پیمانه د مختلفو فکرونو لرونکې پښتنې او پښتانه په یوه میدان کې جرګه کیږي او د خپل ورځني کړاو کیسه کوي او په اړه یې تصمیم نیسي.
په دې جرګه کې د پړ او مړ د کیسې روایت معلوم شو، دا روښانه شوه، چې پښتانه له چا ضرر لیدلی، ولې وژل شوي؟ او ولې بې کوره شوي دي؟
د یاد روایت د نه ایجاد په تړاو د پاکستان حکومت په خپل ټول قوت د ممنوعیت منډې ترړې ووهلې؛ خو لکه چې وايي، د ولس زور د خدای زور دی، پاکستان مجبور شو، چې د جرګې د نه کېدا په تړاو خپله فیصله بېرته واخلي.
جرګه سره له لویه کړاوه جوړه شوه، پښتنې او پښتانه په یو ټغر راټول شول او د خپل تېره کیسه یې وکړه، د روان حالت شرحه یې بیان کړه او د راتلونکي په تړاو یې بحثونه پیل کړل.
د جرګې محورونه
په دغه جرګه کې په څو اساسي او فرعي محورونو بحث شوی او لا هم روان دی، چې د جرګې د بحث اساسي محور پښتنو ته د اوښتو زیانونو بحث دی، چې په ډېر تفصیل پر بحث وشو.
پښتنو ته اوښتي ځاني او مادي زیان:
جرګه والو وویل، چې تر دې مهاله شا و خوا ۷۶ زره او ۵۸۴ پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي، ۵،۷ میلیونه خلک بې کوره شوي او ۶ زره او ۷۰۰ کسان لادرکه دي.
د پښتنو پر ۲۰۰ جوماتونو چاودنې شوي، یو زرو او ۷۳۸ پښتانه مشران وژل شوي او اووه زره او ۵۳۸ پښتانه د ځمکنیو ماینونو د چاودنو له امله معلول شوي دي.
په پښتنو سیمو کې ۹ زره او ۲۲۷ لویې چاودنې شوي او وايي، چې د پولیو کمپاین پر مهال د پولیو د ډلې ۲۱۳ پښتنې کمپاینرانې وژل شوي.
همداراز یوازې په وزیرستان کې ۲ زره دیني علما وژل شوي دي.
د پښتنو ۳۶ مارکیټونه ویجاړ شوي چې د هغو له ډلې ۱۱ مارکیټونو ودانۍ په بشپړه ټوګه له خاورو سره خاورې شوي.له کویټې څخه تر سوات پورې د پښتنو یو میلیون جریبه ځمکه غضب شوې ده.
همدا راز تر اوسه ۲۲ زره داسې کسان په زندانونو کې اچول شوي، چې جرم یې لا معلوم نه دی.
د ۲ لکه ۱۷ زره پښتنو شناختي کارډونه بلاک شوي دي او تر اوسه په جګړه کې ۲۳ لکه پښتانه ټپیان شوي دي.
پورته ارقام په پښتونخوا کې پښتنو ته د اوښتو زیانونو یو کوچنی لېست دی، چې په جرګه کې د یو اساسي محور په توګه مطرح شو.
جرګه پښتنو ته د اوښتو زیانونو لومړی مسوول د پاکستان پوځ یادوي.
ترهګرې او نیابتي ډلې:
دویم بحث د پښتنو پر سیمه د ترهګرۍ د تپل کېدو، نیابتي ډلو ایجاد او په دې چارو کې د پاکستان د پوځ د مستقیم ملاتړ دی، چې د جرګې برخوالو په خپلو ویناو او همداراز بحثونو کې پرې خبرې کړې دي.
د نیابتي ډلو په تړاو د جرګې کلي نظر او ادعا دا ده، چې د پاکستان پوځ د نیابتي او ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي او باید د دغو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
جرګه وال وايي، چې په پښتنو سیمو کې د ناامنۍ علت د پاکستان پوځ او د دغه پوځ نیابتي ډلې دي.
منظور پښتین هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې په قبایلي سیمو کې باید د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ته شپیته ورځې وخت ورکړل شي، چې له دغه سیمو ووځي او دغه سیمې پرېږدي.
جرګه وال ټي ټي پي د پاکستاني پوځ یوه نیابتي ډله بولي چې په سیمه کې یې ناامنۍ ته په لوی لاس زمینه برابره کړې ده.
دا روایت د پښتون ژغورنې غورځنګ په هغه شعار کې چې اوس د جرګې شعار هم ګرځېدلی دی، چې وايي: “د ترهګرۍ تر شاه د پوځ لاس دی” هم جوت تر سترګو کیږي.
د ورکو پښتنو لټون:
په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې نېږدې شپږ زره پښتانه تری تم دي، د دغې جرګې ګڼ غړو د خپلو ورکو شویو عزیزانو تصویرونه له ځانه سره جرګې ته راوړي او د خپلو عزیزانو د پېدا کېدا غوښتنه کوي.
جرګه وال بیا د پښتنو د ورکېدا، بې لامله زنداني کېدا او شکنجه کېدا ټوله پړه د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارې ور اچوي او دا مساله د جرګې د ټولو کمېټو د بحث یو اساسي محور دی.
پر خپلو وسایلو خپل اختیار:
جرګه وال په دې باور لري، چې په خیبر پښتونخوا کې پښتانه پر خپلو وسایلو خپل اختیار نه لري او د پښتنو امکانات پنجاب مصرفوي.
اوبه او برېښنا د پښتونخوا او پښتنو اړوند ده، خو اختیار یې د پنجاب په لاس کې دی. د پښتنو کورونه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ ساعته برېښنا نه لري، فابریکې یې د نه برېښنا له امله تړل شوي، خو په پنجاب کې کورنۍ ۲۴ ساعته برېښنا لري او فابریکې یې هم د پښتنو پر برېښنا روانې دي.
پښتونخوا له اقتصادي رکود سره مخ ده، خو پنجاب ورځ تر بلې پیاوړی کېدونکی دی.
د پښتنو د قومي جرګې د جرګه والو یو مهم بحث دا دی، چې پر خپلو وسایلو خپل اختیار تر لاسه کړي او له خپلو امکاناتو لومړی خپله استفاده وکړي او که امکانات زیات شول نورو صوبو ته یې ورکړي.
خپلواک سیاسي هویت:
د جرګې یو مهم بحث په سیاسي پرېکړو او مسایلو کې د پښتون محورۍ پر بنسټ ونډه ده. جرګه وال خواشیني دي، چې د پښتونخوا پښتانه هغه ډول سیاسي هویت نه لري؛ کوم چې یو پنجابی یا سندی لري.
که څه هم خنډونه زیات دي، خو د سیاسي هویت د بېرته تر لاسه کولو په پار لومړۍ غوښتنه له دوی سره د سیاسي تبعیضي چلند ختمېدل او د یوه ښار ونډي په توګه ورته په ارزښت قایلېدل دي، خو که دا چاره نه ترسره کیږي، چې پښتانه د یوه خپلواک سټیټ په توګه په راتلونکي کې د خپل بېرغ د پورته کېدا ګواښ هم کوي.
د درېیم بدیل په توګه جرګه وال د لوی افغانستان ناره هم پورته کوي، چې وروستیو دوو مسالو د پاکستان حکومت ته د تجزیې فکر غښتلی کړی دی.
دا هغه اساسي مساله ده، چې د پاکستان اسټبلیشمینټ یې د جرګې د پرېکړو په تړاو اندېښمن کړی او هڅه کوي، چې په یو نه یو ډول د جرګې په پرېکړو کې دخیل شي.
فرهنګي هویت:
د جرګې د بحث یو محور د پښتنو د فرهنګي هویت خوندیتوب دی، چې له مخې یې پښتانه پر خپلې ژبې د زده کړو حق غواړي، په نصاب کې د پښتنو مشاهیرو د ځای پر ځای کېدو غوښتنه لري او پاکستاني نصاب جعلي او تپل شوی فکر بولي.
په پښتونخوا کې له پښتنو قامپالو سره یوه وېره دا ده، چې دوی له فرهنګي فقدان سره مخ کېدونکي دي او دا چاره په اوږدمهال کې د دوی پښتونواله په پاکستانواله بدلوي.
که څه هم نېږدې لس کاله وړاندې د پاکستاني کېدو پروسه په چټکۍ روانه وه، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ له ایجاد سره سم، دا پروسه ټکنۍ او بیا د پښتونولۍ د تفکر د ایجاد پروسه چټکه شوه.
د لر او بر یو افغان روایت پیاوړی شو، پر خپلې خاورې د خپل اختیار ناره غښتلې شوه او د نشنالیزم پر بنسټ د فرهنګي هویت د خوندیتابه بحثونه ایجاد شول.
فرعي محورونه
د پښتنو د قومي جرګې یو شمېر فرعي محورونه هم شته، چې بحثونه پرې شوي او یا به پرې وشي، خو دا کوچني محورونه هم د اساسي محورونو تکمیلوونکي دي.
ښايي یو شمېر حکومت پلوې کړۍ په دولتي ساختار کې پښتنو ته د چوکیو پر ورکړې بحث وکړي، په پوځ کې د پښتنو ونډه وغواړي.
همداراز یو شمېر ډېورنډ مېشتي پر ډېورنډ پوله د پاکستان د سختو اصولو د پلي کولو پر اسانۍ خبرې کوي، د پاسپورټ له حتمي کېدا سرټکوي، د سوداګرۍ پر تضعیف شوي حالت بحث کوي او دې ته ورته ځینې نور کوچني بحثونه هم شوي او یا کېدونکي دي.
د جرګې پرېکړې:
د جرګې په پرېکړه لیک کې د اساسي محورونو په باب پرېکړه حتمي ده او د معلوماتو له مخې د جرګې یوه پرېکړه دا ده، چې پاکستانی پوځ او ټي ټي پي له قبایلي سیمو او سوات څخه ووځي.
د ترهګرۍ او نیابتي ډلو په تړاو پرېکړه به په پرېکړه لیک کې په ډېر شدت سره روښانه شي او د پاکستان پوځ او ټي ټي پي ته به ځانګړې کرښې معلومې شي.
جرګه به پر خپلو وسایلو د خپل اختیار غږ کوي او دا مساله د پښتونخوا او بلوجستان د پښتنو لپاره حیاتي موضوع ده.
دا مساله نه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ لپاره مهمه ده، بلکې ټولو قامپالو او حتا د پاکستان تحریک انصاف ګوند لپاره هم مهمه ده، چې په پرېکړه لیک کې به یو غښتلی اړخ وي.
له خپلواک سیاسي هویت څخه بیا د جرګې د غړو تعریف جدا دی، ځکه دا جرګه له مختلفو سیاسي افکارو تشکیله شوې.
د خپلواکې پښتونخوا غوښتونکي، د پاکستان د ایین لاندې ژوند غوښتونکي او د لوی افغانستان غوښتونکي افکار د دغې جرګې درې مهمې برخې دي، خو د پاکستان تر ایین لاندې ژوند غوښتونکو شمېر زیات دی.
په دې تړاو ښايي د جرګې پرېکړه لیک کې بحث یو څه له جنجاله ډک وي.
همداراز د فرهنګي هویت د خوندیتابه پرېکړه په بحث کې شامله ده، خو دا چې په پرېکړه لیک کې په څومره شدت سره راپورته کیږي، په پرېکړه لیک کې به روښانه شي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.