خیبر له خپلواکۍ تر ملي واکمنۍ

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

په خیبر کې د پښتنو «قومي عدالت» ستره جرګه له سختو پړاوونو په راتېرېدلو سره پیل شوه. د دې جرګې په اړه تبصرې بیخي زیاتې دي، رنګارنګ دي، اندېښنې شته، هیلې شته، لوی توقعات هم شته او معقولې تمې هم.

ځینې کسان تبصرې کوي، چې نه‌ښايي تمې و توقعات ډېر لوړ وساتل شي، دومره لوړ، چې که بیا هغه توقعات پوره نه شي، ښايي د خلکو ترمنځ ناهیلي خپره شي او داسې نورې ګونګوسې.

خبره دا ده، چې دا جرګه له پېلیدو سره خپلو ډېرو لوړو توقعاتو ته رسېدلې ده. د جرګې جوړېدل تر ټولو لویه ولسي تمه وه، چې وشوه او په جرئت وشوه.

د جرګې جوړېدو د ډیورند کرښې هاغاړه پښتنو د خپلواکۍ څرګندونه وکړه، دوی د جرګې په پیلولو نړۍ او څارونکیو ته وښودله، چې دا ولس خپلواک دی او هغه څه کوي، چې غواړي یې.

د پښتنو خپلواکي تر ټولو لویه توقع وه، چې د جرګې په جوړېدو ترلاسه شوه.

ولې وایم، چې د پښتنو خپلواکي د جرګې له جوړېدو سره تثبیت شوه؟

د پاکیستان پوځي واکمني او استخباراتو د ټولو مُلکي او پوځي ملګریو ترڅنګ خپلې ټولې هڅې وکړې، چې جرګه ونه شي. دوی د پښتونژغورنې غورځنګ یو له تر ټولو د پراخ ملاتړ خاوند مشر علي وزیر پرته له هېڅراز قانوني لاسوندي زنداني کړی دی، د جرګېڅلورسوه سمونچاري ( منتظمین) یې ونیول،د جرګې سیمې ته د راتلو لارې یې بندې کړې، له هرې لارې یې ګواښونه وکړل او بالاخره یې د جرګې په درشل کې درې ورځې وړاندې جرګې ته د چمتووالي پر سیمه د پوځي تاړاک و ناتار یرغلونه پیل کړل، کوتک و ټوپک یې وکارول، ډزې یې وکړې، اوښلن ګازونه یې وکارول، نیولو او وهلو ته یې زور ورکړ، چې دا هم ونه شوه، مخامخ یې پر پښتنو ځوانانو ډزې وکړل، څلورتنه یې شهیدان او په درجنو یې ټپیان کړل،د پښتنو د پاسپورتونو او شناخت‌کارتونو د تړلو ګواښونه یې وکړل، خو منظور پښتین ودرېد او ویې ویل:

دا جرګه به کوو!

ولس چې دا هرڅه څارل، راوخوځېد. په غرونو رغونو یې سلګونه کیلومتره لاره ووهله زده و زخمي په لسګونو زره خلک د جرګې ډګر ته راغلل، څه شمېر پښتنو پولیسو هم ډنډې و وسلې وغورځولې او د خپل قوم ترڅنګ ودرېدل.

پاکیستاني پوځي استبلېشمېنټ چې دا ولیدل، وډار شو او امر یې وکړ، چې په پوځ و پولیسو کې ټول پښتانه پرسونل احتیاطي ځایونو ته شاته کړئ او د هرډول اقدام صلاحیت ترې واخلئ.

د پاکیستاني واکمنۍ شا ولړزېده او مجبور شو د پښتنو د غوسې له توپان څخه ځان بچ کړي، په روستیو شېبو کې یې د جرګې د جوړېدو لپاره جرګه وکړه او ویې غوښتل چې د فیزیکي جبهې پرځای له سیاسي و پټې جبهې کار واخلي. هڅه یې وکړه تاوتریخوالی په رواني جګړه واړوي. که څه هم مزاحمت روان و، د جرګې لپاره پر لار تخنیکي وسایل په لاره کې ورک شول او د ډله‌ییز ترانسپورت په وسیله د راتلو لارې لا هم تړلې پاتې دي، خو د خلکو سیلاو راروان و او کله چې ټولو ولیدل، پښتانه په خپلواکۍ سره خامخا دا جرګه جوړوي، نو له خپلو دریځونو او شهرتونو وډار شول، څه شمېر سیاستځپلي او واک ته تږي تش په نامه ملتپال هم له پټنځایونو راووتل، څه له اخلاص و له درده او څه هم له ځانښوونې د جرګې په لوري راروان شول.

د پښتین او د هغه د ملګرو استقامت یوه اسطوره شوه او په دې توګه یې د پښتنو خپلواکي تثبیت کړه، جرګه وشوه او تر هغه په شانداره، ستره او ولوله‌پاروونکې بڼه د پیل شېبو ته ورسېده، چې تصور یې کېده.

له دومره خنډونو او مخنیویو راتېرېدل او پر خپل ملي دریځ ټينګېدل، قرباني ورکول او سر په ډبره وهل د پښتنو د خپلواکۍ ثبوت دی او جرګه په دې برخه کې بریالۍ شوې ده.

اوس نو د جرګې دویمې سترې بریا ته سترګې دي، چې هغه د دغې خپلواکۍ ساتنه ده. ټول په دې پوهیږو، چې د خپلواکۍ ساتل د یوې ملي واکمنۍ تر مشرۍ لاندې په یوه خپلواکه سیاسي جغرافیا کې ممکنه ده.تر ډیورند کرښې پورې‌غاړه پښتانه که غواړي، چې خپله دغه ترلاسه کړې خپلواکي وساتي، د دوښمن له راروانو کساتونو خلاص شي او له مرګونو، ترهګرو ډلو، روسته پاتې والي، د اقتصادي سرچینو له چورتالان، د فرهنګ و ژبې له مسخې و فسخې، د پردیو خونړیو وسله والو له شره او د پنجاب له پوځي یرغلونو وژغورل شي، باید هم خپله سیاسي جغرافیا ولري او هم خپله ملي واکمني. اوس نو جرګې ته سترګې دي، چې د دغو دوو اړتیاو په راخپلولو کې به څه پرېکړه کوي.

موږ ټول پوهیږو، چې دا په یوه ورځ او یوه جرګه کې نه شي ترلاسه کېدلای. هر سلیم عقل په دې پوهېدلای شي، چې خپلواکه سیاسي جغرافیا او خپله ملي واکمني همدا سبا بله ورځ نه کرل کېدلای شي او نه یې هم رېبل کېدلای.

خو باور داسې دی، چې دا جرګه به د دغو دوو لویو ملي موخو په لور د مزله د پیل او د یوه راڼه لیدلوري و تګلوري افق خامخا پرانیزي.

په دې جرګه کې به هرومرو ولسي مشران او مخور دې پایلې ته رسیږي، چې د خپل واک او اختیار د ساتنې او د پښتنو د ژوند ژغورنې لپاره نور نو له پنجاب سره په یوه لار تلل ناشوني دي.پښتانه اوس پوهېدلي دي، چې د دوی ژوند و ژواک د انګریز له ښکېلاک څخه راپه دېخوا هماغسې د غلامۍ او بلواکۍ تر تورې تیارې لاندې ورنه لوټل کیږي، چې سل کاله پخوا ورنه لوټل کېده. ښکېلاک ښکېلاک دی، څه د انګریز او څه د پنجاب. کیسه هماغه ده. د پښتانه انساني ځواک او جغرافیا دواړه زبېښل کیږي.

د پاکیستاني ښکېلاک له خوا پښتانه په ۳ ډلو وژل کیږي:

۱ـله سړې جګړې څخه راپاتې پاکیستاني او نړیوال ترهګرې ډلې، چې په ایډیولوژیک فشار یې د پښتنو په سیمه کې ځای پرځای کړې دي، القاعده، داعش او د عربو، چین، چیچین او منځنۍ اسیا ډلې یې بېلګې دي.

۲- د هغو ۶۰۰۰۰ مدرسو او معهدونو په تاوتریخجنو تولیداتو چې په تېرو څلویښتو کلونو کې د نړیوالو استخباراتو له خوا په سیمه کې راټولې شوې دي او غواړي له پښتنو څخه د غوښو جنګي ماشین جوړ او بیا یې د لویو ځواکونو او سیمه ییزو سیالانو ترمنځ د نیابتي ډلو په توګه سره وجنګوي. چې د ګوډ و بېډ طالبانو ډلې( TTP) او د شیعه و سني پښتنو جګړې یې بېلګې دي.

۳- د ترهګرو ډلو په پلمه د پوځ د یرغلونو او عملیاتو په پایله کې د څښنده نیواک هغه څپې چې له ۲۰۰۲ کال را په دېخوا یې د پښتنو ۸۰۰۰۰ وګړي ورووژل او دغه سیمه یې له هره اړخه تباه کړه.

له دې ټولو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره بشپړه سیاسي، فرهنګي، جغرافیايي او اقتصادي خپلواکي ده. پښتانه د ځانژغورنې په پار په دې محکوم دي، چې ځان له هره اړخه خپلواک کړي. پښتانه د قصاب له ساتور څخه د رحم غوښتنه کړلای نه‌شي.

اصلي کیسه دا ده، چې ټول افغانستان د دغې لوبې قرباني دی. هغوی چې وايي د دې غاړې نیمګړي افغانستان د خلکو یې په دې کیسه څه؟ نو بیخي څرګنده ده، چې د لوبې له تاریخي ماهیت څخه خبر نه دي. د ډیورند د کرغېړنې کرښې د راکښلو او بیا د دغې کرښې هاغاړه پښتنو په سیمه کې د ترهګرو ځالو د ځای پرځای کولو منطق همدا دی، چې افغانستان هم د پاکیستاني پوځ تر ستوني تېر کړي. دغه پښتانه د افغانستان د لاندې کولو لپاره د ستراتيژیک عمق د پالیسۍ قربانیان دي، ځکه خو د دوی د ځانژغورنې هڅه په حقیقت کې د افغانستان د ژغورلو هڅه هم ده.

په دې توګه باید ټول افغانان د پښتونژغورنې د غورځنګ او د هغه د ځوانو مبارزانو د احسان پوروړي وي، چې د دغې یوه پېړۍ زوړ زاولن زخم رغولو ته یې ملا تړلې ده.

جرګه خپلو موخو ته همدا اوس لا رسېدلې ده، د نړۍ تر یو سلو دېرشو ډېر معتبر اژانسونه جرګې ته راځي او هلته به پر سکرین د هغو نارواوو او ظلمونو مستندات ګوري، چې په دې خلکو او سیمه شوي دي. په دې توګه به په نړیوال کچ د پښتنو راتلونکې مبارزه مشروعیت مومي او بالاخره به له خپلواکۍ تر ملي واکمنۍ دغه مزل په پوره ځواک او قوت سره راپیلیږي.

همدا ده د ټول افغان د ژغورنې لاره.

مګر خوشال بابا نه و ویلي، چې:

بله هيڅ ليدلى نه‌شي په دا منځ کې

يا مغل له ملکه ورک يا پښتون خوار

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.