طالبان: تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه د پاسه ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۲۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
د دغه اژانس د خبر له مخې، په دغو راستنو شویو کورنیو کې ۲۸ یې د تورخم له لارې، ۲۲ یې د کندهار د سپین بولدک، ۵۰ یې د نيمروز د ورېښمو پله او ۱۱۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس زیاته کړې، چې ۲۹ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او پر سلګونو اړمنو کورنيو مرستې هم وېشل شوې دي.
په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغان کډوالو سره ناسم چلن او د هغوی په کار او ورځنیو فعالیتونو محدودیتونه دغه کډوال د ایران پرېښودو ته اړ ایستي، چې په پراخه کچه هره ورځ افغانستان ته ستانه شي.
له بل پلوه ایران ویلي، په یوه کال کې به ۲ مېلیونه افغانان بېرته افغانستان ته واستوي.
تر دې مخکې یو شمېر طالب چارواکو له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایرانه غوښتي و چې، له کډوالو سره په چلند کې له زغمه کار واخلي او افغانان دې په دغو بدو شرایطو کې جبري اېستنې ته نه اړ کوي.
دغو طالب چارواکو غوښتنه کړې، هغه افغان کډوال دې چې هلته له کلونو راهیسې مېشت دي؛ پرېږدي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
بل خوا پاکستانۍ رسنیو هم په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي، چې د سپټمبر له ۹مې نېټې څخه د اکټوبر تر ۷مې نیټې یې له دغه هېواده ۲۶۶۲۲ تنه افغان کډوال افغانستان ته استولي او دا لړۍ لا هم روانه ده.