پښتون قامي جرګه د څه په اړه بحث کوي؟

نذیراحمد سهار
نذیراحمد سهار

د قبایلي سیمو د چارو شنونکی

نن د اکتوبر پر ۱۱مه، خیبر ولسوالۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتون قومي جرګې کوربه ده. د خیبر د کوکي خېلو اپریدیو په سیمه کې د جرګې لپاره خیمه لګول یو سمبولیک پیغام لري.

د کوکي خېلو خان ملک ولي خان کوکي خېل په ۱۹۸۵ کال کې، چې په کابل کې د وخت افغان ولسمشر ببرک کارمل د ډیورنډ د دواړو خواوو د قومي مشرانو جرګه را وغوښته، له خپلو ۵۰۰ کسانو سره د پلتنخنیک تالار کې حاضر و.
دوی د افغانستان له حکومت نه وسلې ترلاسه کولې او په خیبر ولسوالۍ کې یې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو پر وړاندې جګړه رهبري کوله.
د هغه زوی ملک نصیر کوکي خېل د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرۍ د نننۍ جرګې د ملاتړو د سر په کتار کې ولاړ دی. خو تفاوت دا دی چې دی د یوه سوله ییز غورځنګ ملاتړ کوي.
د پښتون قومي جرګې تنظیموونکو دې جرګې ته د سیاسي ګوندونو، قومونو او قبایلو، ټولنیزو سازمانونو او د ټولنې د نورو پاړکو شاوخوا ۳۰ زره استازي، مخور او زلمیان رابللي دي.


د جرګې د بحث محور څه دی؟
ظاهرا په دې جرګه کې د پښتنو سیمو پر امنیت، خوندیتوب، ژبې، جغرافیا، فرهنګ او سیاسي او اقتصادي ستونزو بحث کیږي، خو اصلي ستونزه د ترهګرو او بنسټپالو ډلو په تړاو د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو هغه پالیسۍ دي، چې د ډیورنډ کرښې په دواړو لوریو کې میشت پښتانه او افغانان ترې له تېرو پنځو لسیزو کړیږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دې ته معمولا د «ډالري جګړې» اصطلاح کار وي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ شعار « د ترهګرۍ تر شا د یونیفورم لاس دی» د دوی ټوله بیانیه وړاندې کوي. دغه بیانیه به د جرګې په بحثونو کې ټاکونکی ځای پیدا کوي.
سره له دې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو او د خیبر ولسوالۍ ځایي ادارې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو او د جرګې پر جوړېدو بندیزونه ولګول او بریدونه یې وکړل، د یاد غورځنګ غړو خپل سوله ییز رنګ او هوډ خوندي ساتلی.
منظور پشتین د جرګې له جوړېدو یوه ورځ وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د څلورو وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې په ټینګار وویل، چې دغه جرګه به په یوه ډیموکراتیکه فضا کې ترسره کیږي او د پریکړو ترڅنګ یې ولاړ دی.
د اجنډا له مخې، دغه جرګه په عمومي ناستو او ځانګړو ناستو وېشل شوې.
په عمومي ناستو کې کلیدي ویناوې کیږي، او په ځانګړو ناستو کې د هرې ولسوالۍ او سیمې استازي په خپلو ځانګړو خیمو کې د ستونزو په اړه بحثونه کوي. ددې بحثونو په پایله کې به یوه ځانګړې کمیټه جوړیږي، چې د پرېکړو د پلیتابه او تعقیب مسوولیتونه پرغاړه لري.
د جرګې لومړۍ ورځ د جګړې پر ټولنیزو او اقتصادي زیانونو او اغیزو بحث کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ په پښتونخوا کې د جګړې د زیانونو په اړه یوه سپینه پاڼه جوړه کړې، چې نن د جرګې پر غړو وېشل شوې ده. دغه پاڼه د معلوماتو ترڅنګ، د جرګې غړو ته د بحثونو لوری ور کوي.
په دې پاڼه کې روښانه شوې چې د پاکستان د پوځي عملیاتو په پایله کې له درې عشاریه اووه میلیونو ډېر پښتانه بې ځایه شوي او له ۶۸ زرو ډېر ملکيان وژل شوي، چې ۷۵ سلنه یې پښتانه دي.
د جګړو له امله په پښتنو سیمو کې د بې وزلۍ کچه ۲۷ سلنه ښودل شوې. دغه راز دا پاڼه ښيي، چې په هره سیمه کې له سلو کورونو څخه شل کورونه او په زرګونو دوکانونه او مارکېټونه وران کړای شوي دي.
د پوځ له خوا د کرل شویو ماینونو د چاودېدو په پایله کې د وژل شویو او معلول شویو کسانو شمېرې هم ددې سپینې پاڼې د بحث موضوع ده. یوه مهمه موضوع چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رامنځته کېدو یو مهم محرک ګڼل کیږي، د خلکو جبري ورکېدل دي. ددې غورځنګ د شمېرو له مخې، د خیبر پښتونخوا په ۲۶ ولسوالیو کې څلور زره او ۹۵۲ تنه کسان لادرکه شوي، چې مسوولیت یې د پاکستان پر پوځ او ادارو ور اچول کیږي.


د جرګې درې ورځني بحثونه
د پښتون ژغورنې غورځنګ چې ددې جرګې کوربه توب کوي، پر یوه سکرین د جرګې برخه والو ته تصویري ګزارش وړاندې کوي، چې تمرکز یې د جګړې پر اغیزو، جبري ورکو شویو کسانو، د ملکي وګړو پر بېځایه کېدو او د پاکستان د پوځي عملیاتو په پایله کې د اقتصادي، ټولنیزو او رواني اغیزو پر څرنګتیا دی.
د جرګې تالار ته د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه شمالي او جنوبي وزیرستان، سوات او نورو قبایلي سیمو نه د زیانمنو کورنیو غړي راغوښتل شوي چې د پوځي عملیاتو په پایله کې له دوی سره د شویو تیریو په اړه د جرګې ګډونوالو ته د عیني شاهدانو په توګه د خپلو غمیزو کیسې واوروي.
په دې کې د سوات او لکي مروت هغه دوه سپین ږیري پلرونه هم شامل دي، چې د کورنۍ ګڼ غړي یې په مستقیمو بریدونو کې وژل شوي دي. هغه مېرمنې هم جرګې ته بلل شوې، چې مېړونه او زامن یې په جبري ډول لادرکه شوي او تر اوسه یې د مړي او ژوندي درک نه لګیږي.
د جرګې د اجنډا له مخې، ماښام مهال به د جرګې ګډون کوونکو ته د مهمو مسایلو یو لنډیز و رکول کیږي، چې د جرګې پر دویمه ورځ پرې خپلمنځي بحثونه وکړي. د جرګې پر دویمه ورځ په ځانګړو ناستو کې د هرې سیمې استازي راټولیږي او په تېرو دوو لسیزو کې د پښتنو ناوړه وضعیت څیړي.
د هرې سیمې کمپ یا خیمه به د رایو له لارې خپل استازي ټاکي او مسوولیت به یې د کمپ د بحثونو مدیریت او د جرګې په عمومي تالار کې د رپوټ وړاندې کول وي.
د جرګې درېیمه ورځ د یوې ځانګړې ډلې ګومارلو ته بېله شوې، چې ددې جرګې د پریکړو او پایلو د تعقیب مسوولیت به پرغاړه لري. دا کمېټه به د خیمو یا کمپونو له بحثونو وروسته خپلې چارې پیلوي.
د شاوخوا اتیا کمپونو استازي به، چې ۴۵ تنه د ولسوالیو او سیمو او ۳۵ تنه د سیاسي ګوندونو او نورو ډلو استازي دي، د کلیدي مسایلو په اړه بحث کوي او خپلې حل لارې او وړاندیزونه به کوي. د هر کمپ استازي به خپل ځانګړی پریکړه لیک وړاندې کوي، چې د جرګې په دویمه ورځ ددوی په اړوند کمپ کې پرې خبرې شوې وي.
ټاکل شوې ددې کمیټې لپاره چې د جرګې د مشرتابه حیثیت لري، د هر کمپ له استازو غړيوټاکل شي.
دغه کمېټه به د ټولو پرېکړه لیکونو نچوړ را وباسي او د هغو په رڼا کې به د راتلونکي لپاره کاري لارښود او ستراتیژي جوړوي. د جرګې په پای کې به د مشرتابه کمیټې مشران او تازه ټاکل شوي غړي د جرګې پر پایلو او راتلونکې کړنلارې غږیږي او د لوړې په مراسمو سره به نهايي تصمیونه او راتلونکي کاري پړاوونه اعلانوي.
د جرګې د پرېکړو اجرايي اړخ
دغه جرګه په پښتونخوا کې د خپل ډول لومړنۍ جرګه ګڼل کیږي، چې د ګډون کوونکو فکري، سیاسي او ټولنیزه تنوع پکې له ورایه برېښي. د جرګې اجنډا، مدیریت او د پرېکړو د تعقیب څرنګوالی یې له نورو هغو دودیزو جرګو سره متفاوت دی، چې پښتانه یې په خپلو کلیو او سیمو کې ترسره کوي.
د پاکستان د حکومت او امنیتي ادارو لپاره د جرګې دغه ډول او ترکیب اندېښمنوونکی دی، له همدې امله یې د جرګې د مخنیوي ټولې هڅې وکړې. سره له دې چې حکومت دې جرګې ته د پرانېستې اجازه ورکړه، خو هیله لري چې دا جرګه د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت او نفوذي سیاسي او ټولنیزو مشرانو له لارې دداسې پرېکړو لامل نه شي چې د اسلام اباد لپاره سرخوږ شي.
یوه مساله چې په دې جرګه کې د بحث وړ موضوع ګرځېدای شي له قبایلي سیمو نه د پوځ وتل او په پرېکړو او سیاستونو کې د پښتونخوا د خپلواکۍ مساله ده. په دې مساله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ، قبایلي مشران او حتا د پاکستان وسله وال مخالفان یوه خوله دي.
ددغسې پرېکړو د پلیتابه لپاره مهم څیز د جرګې د پرېکړو اجرایي ضمانتونه دي، چې تر اوسه لا روښانه نه دي. د پښتنو په جرګو کې معمولا د پرېکړو د اعمال ځواک څلویښتي او قومي لښکرې دي. که چیرې دې جرګې قومونه او قبیلې د خپلو پرېکړو د اجرا په برخه کې مکلفې کړې، اسلام اباد ته به یې مخامختیا اسانه نه وي.