یونېسف: د نجونو د حقونو خوندیتوب لپاره یو ټولیز اقدام ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق ( یونېسف) وایي، چې نجونې د خپلو حقونو د ساتنې، د خنډونو د لرې کولو او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یو ټولیز اقدام ته اړتیا لري.

یونېسف بنسټ دغه څرګندونې په اېکس پاڼه د نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپرې کړې دي.
په دغې لیکنه کې راغلي:« موږ په ګډه کولای شو، د ټولو لپاره ښه راتلونکی جوړ کړو.»
یونېسف زیاتوي، چې د نجونو په حرکتونو او غورځنګونو باید پانګونه وشي او دغې موخې ته د رسېدو لپاره باید له هغوی ملاتړ وشي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا بیا وایي، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز یوازې پر نجونو اغېز نه دی کړی؛ بلکې د افغانستان په کچه یې درې کلن فرصت هم ضایع کړی دی.
هغه وایي:« په افغانستان کې موږ دغه مهمه ورځ په ډېرې خواشینۍ سره نمانځو، ځکه چې شاوخوا ۱۱۲۰ ورځې کېږي چې طالبانو د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.»