رینا امیري: افغان ښځې او نجونې د طالبانو د سختو پالیسیو له امله په رواني ناروغیو اخته شوې

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې افغانان او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د سختو پالیسیو له امله په رواني ناروغیو اخته شوې دي.

هغې دغه څرګندونې د رواني روغتیا د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه شریکې کړې دي.

تېره ورځ پنجشنبه (د تلې ۲۰مه) د رواني روغتیا نړۍواله ورځ وه.
هغې زیاته کړې:« موږ ټول باید د افغان مېرمنو د حقونو لپاره په مبارزه کې د دوی ملاتړ ته دوام ورکړو.»
هغې دا رنګه لیکلي:« لکه څنګه چې موږ د رواني روغتیا نړۍواله ورځ لمانځو، زه غواړم په افغانستان کې د رواني روغتیا ویجاړونکي ناورین ته د ټولو پام راواړوم، چې افغانان او په ځانګړې توګه ښځې او نجونې د طالبانو د سختو او خطرناکو پالیسیو له امله له رواني روغتیایي حالت سره مخامخې شوې دي.

د بشري حقونو د ځینو بنسټونو د راپورونو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغان مېرمنو او نجونو کې اروایي ناروغۍ زیاتې شوې دي چې له امله یې د ځان وژنو شمېره هم لوړه شوې ده.