کرن دېګر: هره افغانه نجلۍ د زده کړې، ودې، کار او پرمختګ د فرصت مستحقه ده

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر د نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وایي، چې هره افغانه نجلۍ د زده کړې، ودې، کار او پرمختګ د فرصت مستحقه ده.

نوموړې پر اېکس یو پیغام کې لیکلي: «متحده ایالات له هغو افغان نجونو څخه نه ستړې کېدونکی ملاتړ کوي، چې د زده کړو او نورو بنسټیزو ازادیو په وړاندې له خنډونو سره مخ دي.»

مېرمن دېګر همداراز زیاتوي، چې د افغانستان راتلونکې د ښځو او نجونو له ونډې پرته نه شي جوړیدلی.
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړي دي د افغان ښځو د محدودولو په موخه یې لسګونه فرمانونه صادر کړي دي.
که څه هم د ښځو پروړاندې د طالبانو هر ګام له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی، خو طالبان وایي، چې د شریعت پر اساس یې افغان مېرمنو ته ټول حقونه ورکړي دي.
اخوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا نن وویل، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز یوازې پر نجونو اغېز نه دی کړی؛ بلکې د افغانستان په کچه یې درې کلن فرصت هم ضایع کړی دی.
نوموړې دغه څرګندونې د نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې خپرې شوې اعلامیه کې کړې دي.
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۱م کال کې یو پرېکړه ليک تصویب کړ، چې د هغه پر اساس د اکتوبر ۱۱مه د نجونو نړېواله ورځ اعلان شوه.
د راپورونو له مخې سږکال د نجونو د نړۍوالې ورځې شعار «د راتلونکي لپاره د نجونو اند» دی.