روزا اوتنبایوا: د نجونو پر زده‌کړو بندیز په افغانستان کې درې کلن فرصتونه له منځه وړي دي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشره روزا اوتنبایوا وایي، چې د نجونو پر زده‌کړو بندیز یوازې پر نجونو اغېز نه دی کړی؛ بلکې د افغانستان په کچه یې درې کلن فرصت هم ضایع کړی دی.

نوموړې دغه څرګندونې نن (د اکتوبر ۱۱مه) د نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوې خپرې شوې اعلامیه کې کړې دي.
هغه وایي:« په افغانستان کې موږ دغه مهمه ورځ په ډېرې خواشینۍ سره نمانځو، ځکه چې شاوخوا ۱۱۲۰ ورځې کېږي چې چارواکو له ۱۲ کلنو څخه د پورته عمر لرونکو نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.»
هغه وایي، چې نه یوازې د افغان نجونو لپاره؛ بلکې د هغوی کورنۍ او ټول هېواد لپاره درې کلن فرصت له لاسه وتلی دی.
د نوموړې په وینا، د هرې ورځې په تېرېدو په افغانستان کې د ښځو او نجونو ژوند لا زیات زیانمنېږي.
هغې له طالبانو غوښتنه کړې، چې خپله تګلاره بدله کړي.

اغلې اتنبایوا وایي:« زه د افغانستان له ښځو او نجونو سره ژمنه کوم، چې موږ به د هغوی په اړه تل خپل غږ پورته کوو؛ که څه هم چې نور زموږ د خاموشه کولو هڅې وکړي.»
خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې نجونې د زده‌کړو او کار په ګډون له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې شوې، چې د دغې تشې ډکول ښایي کلونه، کلونه وخت ته اړتیا ولري.