طالبان: ترکیه ډېر ژر په بلخ کې د مولانا د پلار د خانقاه د بیا رغونې کار پیلوي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د ترکیې د همکارۍ اداره (تیکا) به ژر په بلخ ولایت کې د مولانا د پلار د خانقاه د بیا رغولو کار پیل کړي.

دغه وزارت ویلي، چې د تیکا رییس اکین اردوغان ژمنه کړې، چې د ملي ارشیف، هنرستان او د عامه کتابتونونو د تجهیز په برخه کې به هم مرسته وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۹مه) پر اېکس ټولنیزه شبکه خپور کړي پیغام کې ویلي، چې ښاغلي اردوغان د دغې ډلې د هنر او فرهنګ له معین عتیق الله عزیزي سره په کتنه کې ویلي، چې ډېر ژر به په بلخ ولایت کې د مولانا د پلار خانقاه د بیا رغولو کار پیل کړي.
د طالبانو د بلخ د اطلاعات او فرهنګ ریاست د وري په ۵مه ویلي و، چې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د پلار خانقاه به د ترکیې د پراختیایي بنسټ په همکارۍ او لګښت سره بیا ورغول شي.
دغه خانقاه چې د مزارشريف ښار په لوېديځ کې موقعيت لري، تر ۹۰۰ کلونو زيات تاريخ لري.
په بلخ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس ذبیح‌الله نوراني ویلي و، چې دغه خانقاه به په یوه سیمه کې چې ۳۰ جریبه ځمکه لري، بیا ورغول شي.
د بهاءالدین خانقاه، چې ځینې تاریخپوهان یې د مولانا جلال الدین بلخي د زوکړې ځای ګڼي، د تاریخي اهمیت له امله هر کال په سلګونو کورني او بهرني سیلانیان جذبوي.
په داسې حال کې چې طالبان د دې تاریخي بنسټ د بیا رغونې خبر ورکوي، یونسکو له دې وړاندې ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د کلتوري میراث ساتنه د دې سازمان لپاره په لویې اندېښنې بدله شوې ده.