د بشري حقونو څار اداره: پخوانۍ ښځینه پولیسې د طالبانو د ګواښونو له وېرې په پټه ژوند کوي

د بشري حقونو څار سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبان د تېر حکومت ښځینه پولیسې ګواښي. په راپور کې ویل شوي، چې د تېر حکومت ښځینه پولیسې هم د طالبانو او هم د کورنۍ د هغو غړو د ګواښونو له امله په پټه ژوند کوي، چې د دوی له دندو سره یې مخالفت کاوه.

د بشري حقونو څار سازمان دغه راپور نن پنجشنبه د (تلې ۱۹مه) په تېر وخت او اوس کې د «دوه ګوني خیانت» تر عنوان لاندې خپور کړی دی.
په یاد راپور کې ویل شوي، چې د تېر حکومت ښځینه پولیسې د طالبانو له لوري ګواښل شوې.
د دغه راپور له مخې، د طالبانو ګواښونو د دغو ښځو پر وړاندې د هغوی له کورنیو څخه، چې له پیله یې د پولیسو په لیکو کې د دوی د حضور مخالفې وې، خطرونه نور هم زیات کړي دي.
د بشري حقونو څار سازمان ویلي، دغه ګواښونه د دې لامل شوي چې د پخواني نظام یوشمېر ښځینه پولیسې د دوی د پېژندلو له وېرې په افغانستان کې په پټه ژوند وکړي.
د بشري حقونو څار سازمان د دغه راپور د چمتو کولو لپاره د تېر حکومت د پولیسو له ۲۴ ښځو سره مرکې کړې دي.
د دغو ښځو له ډلې لس تنو سره په حضوري ډول مرکې شوې او نهه تنه چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې وې له لرې واټنه مرکې شوې دي.
د بشري حقونو څار سازمان د هغو پنځو ښځو خبرې هم څارلې، چې په امریکا، سویډن، اېټالیا، ایران او پاکستان کې وې.
په راپور کې راغلي، چې د پخواني نظام ښځینه پولیسو ته د طالبانو له‌خوا ګواښونکي ټلیفونونه راځي او ورته ویل کېږي، چې د پوښتنو لپاره د دغې ډلې دفترونو ته ور شي.
د بشري حقونو د څار سازمان لیکلي، چې د تېر حکومت څو ښځینه پولیسې د خپلو خپلوانو له‌خوا وژل شوې، چې فکر یې کاوه د پولیسو په لیکو کې یې دنده ترسره کولو سره کورنیو “عزت” اخیستی دی.
د دغه راپور له مخې، طالبانو د دغو ښځو د وژلو په اړه کره څېړنه نه ده کړې.

په تېر حکومت کې د ښځینه پولیسو څخه ناوړه ګټه اخیستنه

د بشري حقونو څار سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې ښځینه پولیسې په تېر حکومت کې د کار پر مهال د خپلو نارینه همکارانو له‌خوا «له جنسي ځورونې او جنسي تېري» سره مخامخ شوې وې.
راپور زیاتوي، چې پخوانیو حکومتي چارواکو هیڅکله د ښځینه پولیسو په وړاندې د دوی د کړنو په اړه حساب نه دی ورکړی.
د دغه راپور له مخې، د پخواني حکومت یو شمېر ښځینه پولیسو ویلي، چې دوی د دندې پر مهال په پرله پسې ډول له "جنسي ځورونې، جنسي تېري او نورو ډولونو" سره مخامخې شوې دي.
د بشري حقونو د څار اداره وايي، لږ تر لږه له ۲۰۱۳ کال راهیسې په تېر حکومت کې له ښځینه پولیسو د ناوړه استفادې پېښې د دغو ځواکونو د ملاتړو هېوادونو په منځ کې پېژندل شوې دي.

کډوالي

د بشري حقونو څار ادارې په خپل راپور کې لیکلي، چې د پخواني نظام ډېری ښځینه ځواکونه ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته تښتېدلې او یا هم په ځینو نورو هېوادونو کې د پناه اخیستو هڅه کوي.
دغو مېرمنو ویلي، چې په تېر وخت کې له دوی سره د ناوړه چلند له امله له رواني ستونزو سره مخامخې دي؛ خو د دې توان نه لري، چې کافي رواني ملاتړ ترلاسه کړي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان د پخواني حکومت ښځینه پولیسو سره په دوه ډوله «خیانت» شیي؛ لومړی، د تېر افغان حکومت له‌خوا چې د دوی پر وړاندې یې جدي جنسي ځورونې ته اجازه ورکړې وه او دویم دا چې د هغو هېوادونو له‌خوا چې دغه ناوړه چلند یې له پامه غورځولی او ښځینه پولیسو ته یې د پناه او استوګنې ځای نه دی ورکړی.
د بشري حقونو د څار ادارې ټینګار کړی، چې امریکا، کاناډا، بریتانیا، جاپان او همدارنګه اروپايي ټولنه چې د دغو ښځو د زده‌کړو او کارموندنې ملاتړ یې کړی و، اوس باید د دوی د پناه غوښتنې او بیا مېشتېدنې غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.
د بشري حقونو څار سازمان له طالبانو هم غوښتي، چې د پخواني افغان حکومت د ښځینه پولیسو له ځورولو لاس واخلي او په دې برخه کې دې د باور وړ څېړنې پیل کړي.
دغه بشري سازمان وايي، چې د تېر حکومت ښځينه پوليسو د طالبانو له واکمنۍ وروسته خپلې دندې له لاسه ورکړې او اوس د بديل عايد په موندلو کې له اقتصادي ننګونو سره مخامخې شوې دي.