طالبان: د ایران او پاکستانه له ۳۰۰ څخه ډېرې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس لیکلي، چې پرون سې شنبه د (تلې ۱۷مه) ۳۱۰ کورنۍ له دوه ګاونډیو هېوادونو څخه راستنې شوې. له ایران او پاکستانه ډېره برخه افغانې کورنۍ په زوره اېستل کېږي.

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په دوام پرون ۳۵ کورنۍ د تورخم، ۳۸ د سپین بولدک، ۹۸ کورنۍ د ورېښمو پله او ۱۳۹ کورنۍ د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
په ایران او پاکستان کې پر افغان کډوالو د زیاتو فشارونو له امله افغانان په زور له یادو هېوادونو څخه اېستلو ته اړ اېستل کېږي.
طالبان وايي، تازه راستنو شویو یو شمېر کډوالو سره یې مرستې کړې او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي دي.
ایران هره ورځ سلګونه افغانان په زور له خپل هېواده باسي او هلته یې د افغانانو پر کار کولو هم سخت بندیزونه لګولي دي.
دغه هېواد وايي، په یوه کال کې به ۲ مېلیونه افغانان بېرته افغانستان ته واستوي.
بل خوا پاکستانیو رسنیو هم په خپلو ورستیو راپورونو کې ویلي، چې د سپټمبر له ۹مې نیټې څخه د اکټوبر تر ۷مې نیټې یې له دغه هېواده ۲۶۶۲۲ تنه افغان کډوال افغانستان ته استولي او دا لړۍ لا هم دوام لري.