ژوند او روغتیا؛ په سهارنۍ کې څه خوړل وزن کمولو کې مرسته کوي؟

سهارنۍ د ورځې تر ټولو مهم خواړه ګڼل کېږي" خو اوس ساینسپوهانو موندلې چې د وزن کمولو لپاره باید نارینه او ښځې د سهار په وخت کې بېلابېل خواړه وخوري. ساینسپوهانو داسې خواړه غوره کړي، چې له ښځو او نارینو سره د وزن په کمولو کې مرسته کوي.

د کمپيوټرز ان بيولوژي او طب په مجله کې خپره شوې څېړنه ښيي چې نارينه بايد د سهارنۍ لپاره ډېر کاربوهايدريت لرونکي خواړه غوره کړي، په داسې حال کې چې ښځې بايد د وزن کمولو لپاره زيات غوړ لرونکي خواړه غوره کړي.

په ساده توګه که ووایو، نارینه باید خپله سهارنۍ د مستۍ، وربشو او حبوباتو پر بنسټ غوره کړي، په داسې حال کې چې د ښځو لپاره هګۍ، د وربشو او غنمو فرني غوره کیدی شي.

څېړنې ښودلې چې ښځې او نارینه کولې شي په اسانې سره وزن کم کړي، که چیرې د یوې اوږدې شپې روژې څخه وروسته سهارنۍ کې کاربوهایډریټ او غوړ لرونکي خواړه وخوري.

د کاناډا د واټرلو پوهنتون یوې څېړنې ښودلې، چې د ژوند کولو طریقه د روغتیا لپاره خورا مهمه ده.

څېړونکي وایي، که څه هم ژوند ډېر مصروف دی خو د ځان لپاره مو ورځنۍ پرېکړي لکه د سهارنۍ خوړو انتخاب، زموږ په روغتیا او فزیکي انرژۍ په کچه اغیزه کولې شي.

څېړونکي وایي، که تاسو غواړئ وزن کم کړئ یا مو د وزن تناسب وساتئ، دا مهمه ده چې پوه شئ چې خواړه څنګه پر میټابولیزم اغیزه کوي.

د دغې څیړنې لپاره، متخصصینو د میټابولیک ماډل رامینځته کړی، چې څرګندوي څنګه ښځینه او نارینه بدن د کاربوهایډریت او غوړ په شمول، خواړه هضموي.

څیړونکو ویلي، چې ښځې د نارینو په پرتله ډېر غوړ ذخیره کوي، مګر په تېزی سره یې له لاسه هم ورکوي.

د څېرونکو په وینا: «دا چې د ښځو بدن د نارینو په پرتله ډېر غوړ لري، موږ فکر کوو چې دوی د انرژي لپاره لږ غوړ سوځوي خو داسې نه ده.»

هغوی زیاته کړه، څیړنې ښیي چې ښځې د خواړه خوړلو وروسته سمدلاسه ډېر غوړ ذخیره کوي، مګر دا غوړ کله چې د دوی معده خالي وي ډېر ژر له منځه ځي.