طالبانو په تخار کې د دوو ښځو په ګډون درې تنه د 'زنا' په جرم په دورو وهلي دي

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تخار ولایت کې یې د دوو ښځو په ګډون درې تنه د زنا' په جرم په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۱۸مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دوه ښځې او یو نارینه یې د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د 'زنا' په تور په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دغه دوه ښځې او یو نارینه یې په عام محضر کې ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي دي.
په خبرپاڼه کې د لیکل شویو معلوماتو له مخې، یادو دوو ښځو او یو نارینه ته د تخار ولایت د لومړنۍ محکمې له لوري د طالبانو د سترې محکمې په تایید سزا ورکړل شوې ده.
همدارنګه نن سهار په کندهار کې د طالبانو د محکمې له لوري په یوه خپره شوې خبرتیا کې د دغه ښار خلک د فوټبال ورزشي لوبغالي ته وربلل شوي، چې د غلا او زنا په جرم پنځه کسانو ته سزا له نږدې وګوري.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو سره سم یو ځل بیا د بدني سزاګانو ورکولو لړۍ پیل کړه او تردې مهاله یې سلګونو کسانو ته له مدافع وکیل پرته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي.
د طالبانو دغه کړنې د بشري حقونو د ادارو له سختو نیوکو سره مخ شوې؛ خو طالبانو تر دې مهاله په عام محضر کې د سزا ورکولو له دریځه نه دي پر شا شوي.