د ارغواني شنبو غورځنګ: افغان مېرمنې د طالبانو له زیاتېدونکو بندیزونو نورې ستړې شوې دي

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې افغان مېرمنې د خپلو حقونو، ازادۍ او خوندیتوب په برخه کې له پراخو ستونزو سره مخامخې دي.

دغه غورځنګ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې افغان ښځې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له زیاتېدونکو بندیزونو نورې ستړې شوې دي.

د دغه غورځنګ په لیکنه کې راغلي، چې له دوو لسیزو راهیسې افغان مېرمنو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو او په بېلابېلو برخو لکه ښوونه او روزنه، سیاست او عام ژوند کې د خپل حضور د خوندیتوب لپاره مبارزه کوله.
دغه غورځنګه زیاته کړې، د طالبانو تګلارو په سیستماتیک ډول د ښځو ازادي له منځه وړې او په عامه ژوند کې د دوی لید لوری په اغېزمنه توګه له منځه تللی دی.
په دغې لیکنه کې دغه راز راغلي، د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې نه یوازې دا چې له بنسټیزو حقونو څخه محرومې دي؛ بلکې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هم مخامخې شوې دي.
دغه غورځنګ اوس‌مهال په افغانستان کې د بې سرپرسته مېرمنو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د دوی لپاره پخوا د امن په نامه کورونه وو چې اوس له منځه یوړل شوي دي.
د دغه غورځنګ په لیکنه کې وړاندې راغلي، خواله رسنۍ چې یو وخت د ښځو لپاره د خپلو حقونو د دفاع په برخه کې یو ښه دریځ شمېرل کېده؛ اوس په یو خطرناک ځای بدل شوی دی، ځکه چې د طالبانو غړي انلاين فعاليتونه له نږدې څاري.
د دغې لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې افغان مېرمنې د نړۍوال پیوستون غوښتنې ته دوام ورکوي او له نړۍوالو مشرانو یې غوښتي چې د دوی کړاوونه له پامه ونه غورځوي.