ملا برادر: لمري برېښنا پر ځان بسیاینه سربېره له اقلیمي بدلون سره مبارزه کې هم مرسته کوي

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال وايي، د لمري برېښنا پراختيايي پروژې، د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیاينه سربېره له اقليمي بدلون سر مبارزه کې هم مرسته کوي.

د ملا برادر دفتر په یوه اعلامیه کې وايي، نوموړي د کابل سروبي کې له نغلو بند سره نږدې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمري برېښنا پروژې د عملي چارو پرانیسته کې نن دا خبره وکړه.

افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د نړۍ تر ټولو اووم زیانمنوونکی هېواد دی، خو د اقلیم ککړتیا کې یې ونډه ۰.۰۸ سلنه ده.

ملا برادر په خپلو خبرو کې پر نړیوالو هم غږ وکړ چې د اقلیمي بدلون مبارزې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا وړ برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي چې له امله یې هر کال په لسګونه میلیونه ډالر نورو هېوادونو ته ور کوي.

د ملا برادر په خبره: «د برېښنا د تولید دا ډول پروژې په تدريجي توگه پر وارداتي برېښنا زموږ اتکا کمولی او په کور دننه له موجودو سرچینو خپله اړتیا پوره کولی شي.»

ملا برادر وايي، د لمري برېښنا تولید سره به په هېواد کې د پانگونې مقدار، توليدي ظرفيت او د استخدام کچه لوړه کړي او همدا راز به له هېواد د اسعارو د وتلو مخه ونيسي.

طالبان وايي په سروبي کې دا د ۲۲.۷۵میګاواټه لمري برېښنا د تولید پر پروژه د ۷۷ترکي او زولرستان داخلي شرکت له لوري شاوخوا ۱۸میلیون ډالره پانګونه کېږي.

د دوی په خبره، د دې پروژې چارې به د یو کال په جریان کې بشپړې او تر یوې اندازې به د کابل ښاریانو او د ځینې فابریکو برېښنايي اړتیا پوره کړي.