ژوند او روغتیا؛ هره ورځ د یوې مڼې خوړل ستاسو روغتیا تضمینوي

ویل کیږي چې په ورځ کې د یوې مڼې خوړل کولی شي تاسو له ډاکټرانو لرې وساتي. دا په شمالي ایرلنډ کې په یوه طبي څیړنه کې څرګنده شوې، چې لږ تر لږه د ذهني ناروغیو په برخه کې سمه ښکاري، له دې سره د چای او بیریز (توتان) خوړل هم اړین دی.

د کویینز پوهنتون یوې څیړنې موندلې چې د فلیونویډز په نوم مرکباتو بډایه خواړه چې د ذهني اختلالاتو ناروغي (ډیمینشیا) مخنیوی کوي په مڼې کې موجود دي.

اوس مهال، د ډیمینشیا ناروغۍ درملنه نه شته، نو د همدې لپاره له دې مرض څخه ځان ساتل اړین دي.

فلیونویډز هغه مرکبات دي، چې په میوو او سبزیجاتو کې لکه؛ بیریز (توتان)، مڼې، انګور، مالټو، تور او شین چای، خواږه کچالو، پیاز او تور چاکلیټ کې موجود دي.

دا مرکبات التهاب کموي، د وینې رګونو فعالیت ښه کوي او په مغز کې د نوي نیورونونو رامینځته کولو پروسې ته وده ورکوي.

دغه نوې څېړنه ښیي، چې د فلیونویډز بډایه خواړو مصرف کولی شي ذهني تنزل سرعت کمولو کې مرسته وکړي.

څیړنې د ۴۸ او ۷۰ کلونو ترمنځ د یو سلو ۲۱ زره څخه زیاتو خلکو معلومات څېړلې دي.

د دغو کسانو د خوړو او نور اړین توضیحاتو په شمول معلومات د بریتانیا د بایو بانک څخه ترلاسه شوي دي.

څیړونکو د دغو کسانو په اړه دا څېړنه ترسره کړه چې هره ورځ څومره فلیونویډز له خپل خوړو رژیم څخه جذبوي.

د دغو کسانو روغتیایي حالت د ۹.۲ کلونو لپاره وڅېړل شول، چې په دې موده کې ۸۸۲ د ډیمینشیا قضیې ثبت شوي.

څېړنو موندلې چې هغه خلک چې په فلیویونډز څخه بډایه خواړه خوري له فزیکي پلوه ډېر فعال وي او د نورو په پرتله یې وزن هم کم وي.

د دغې څیړنې له مخې، هغه خلک چې په فلیویونډز څخه بډایه خواړه خوري په دیمینشیا ناروغۍ اخته کیدل ۲۸ سلنه کموي.

څیړونکو ویلي، چې چای او بیریز (توتانو) استفاده په ځانګړې توګه ګټور دي. ځکه چې دا په خپل ترکیب کې بډایه فلیونویډز لري.