د سره صلیب نړۍواله کمیټه: د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرسته کوو

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د پروګرامونو مشر مارتین دي بویر ویلي، چې دغه اداره به له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

هغه دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره د همکارۍ او ګډ کار کولو ژمنه هم کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي مشر مولوي مطیع الحق خالص سره تېره ورځ د یوې لیدنې پرمهال کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په دغې کتنه کې پر یو لړ مهمو چاپېریالي موضوعاتو خبرې شوې دي.
ښاغلي بویر ډاډ ورکړی، چې هڅه کوي نړۍوال سازمانونه دې ته وهڅوي چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
ورته مهال ښاغلي خالص ویلي، چې اقلیمي بدلون اوس‌مهال یوه نړۍواله موضوع ده.
د هغه په وینا، که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلون په رامنځته کېدو کې ۰.۰۸ ونډه لري؛ خو له اغېزو یې تر ټولو زیانمن هېواد دی.
هغه دغه راز په روغتيايي او نورو بشري برخو کې له افغانستان سره د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د همکاريو ستاینه کړې.
ښاغلي خالص له نړۍوالو مرستندویه ادارو او بنسټونو غوښتي، چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو ملاتړ وکړي.
هغه پر نړۍوالو سازمانونو غږ کړی، چې په نړۍواله کچه چاپېریالي غونډو کې د دغې ادارې د مسوولینو د ګډون لپاره هڅې وکړي؛ چې د افغانانو ستونزې نړۍوالو ته ورسوي.
خو لا هم چې د طالبانو حکومت د نړۍوالو له‌خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوې ستونزې په خپل حال پاتې دي او په نړۍوالو ناستو او دریځونو کې چې د اقلیمي بدلونونو په تړاو جوړېږي دغې ډلې ته بلنه نه ورکول کېږي.