د طالبانو په سوداګریز کنفرانس کې یوازینۍ ښځه څوک ده؟

طالبانو د دغې ډلې د لوړ پوړو چارواکو او د سیمې د یو شمېر هېوادونو د استازو په حضور کې په کابل کې د سوداګرۍ د کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړ. په دې غونډه کې یوازې یوې ښځې ګډون کړی و.

د ایران د چابهار د سیمه ییز پلاوي مشرې حمیرا ریګي یوازینۍ ښځه وه، چې په دغه کنفرانس کې د ګډون اجازه ورکړل شوه.

د طالبانو د اعلامیې له مخې؛ په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، جاپان، ترکیې او چین د سوداګرۍ خونې د چارواکو تر څنګ ګڼو مېلمنو ګډون کړی و.

د طالبانو له خوا په خپاره شويو انځورونو کې د دې کنفرانس د لسګونو نارینه ګډونوالو په منځ کې یوازې یوه ایرانۍ ښځه لیدل کېږي، چې د طالبانو د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د دې ډلې د سوداګرۍ وزير سره نږدې یوه مېز ته د نارینه و سره ناسته ده.

د چابهار بندر د مدیره پلاوي مشرې حمیرا ریګي په کابل کې د ابو حنیفه نندارتون په پرانیست غونډه کې ګډون کړی دی.

په کابل کې د طالبانو کنفرانس
په کابل کې د طالبانو کنفرانس

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې مېرمن ریګي د خبرو پر مهال ډاډ ورکړی، چې ایران د چابهار بندر د فعالولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغې دغه راز له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، چې مېرمن ریګي په کابل کې د ابوحنیفه اووه ورځني نندارتون د پرانیستلو په څنډه کې د چابهار ازاده سیمه د افغانستان د ختیځې اسیا له هېوادونو لکه هند او چین سره د نښلولو د پل په توګه یاده کړه.

هغې وویل، چې دغه سیمه د دې وړتیا لري، چې لږ تر لږه پنځه میلیونه ټنه افغاني توکي ختیځې اسیا ته انتقال کړي.

حمیرا ریګي یوازینۍ ښځه وه، چې په کابل کې یې د طالبانو په سوداګریز کنفرانس کې برخه اخیستې
حمیرا ریګي یوازینۍ ښځه وه، چې په کابل کې یې د طالبانو په سوداګریز کنفرانس کې برخه اخیستې

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په افغانستان کې ښځې په غونډو کې له ګډونه منع کړي او حتا د دوی غږ یې « عورت» ګڼلی دی.

د طالبانو د امربالمعروف د قانون له مخې؛ د ښځې مخ او غږ «عورت» دی او له نامحرمو نارینه و سره د لیدو اجازه نه لري.

طالبانو تر شپږم ټولګي لوړ د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې پوهنتون ته له تګ منع کړي دي.

دې ډلې ښځې له رسمي ادارو څخه هم ایستلې او له غیردولتي موسسو سره یې له کار کولو هم منع کړې دي.

طالبانو په تدریجي ډول پر ښځو سخت بندیزونه او محدودیتونه زیات کړي او د بشري حقونو فعالان وايي، چې طالبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی.

د بشري حقونو سازمانونو او ګڼو هېوادونو د طالبانو دغه کړنې غندلې او اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې افغان مېرمنې د هغو سختو تبعیضونو له امله چې ورسره مخ دي د پناه غوښتنې مستحقې ګڼلې دي.