د هواپوهنې اداره: ۱۹ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د تلې په ۱۷مه نېټه) په ۱۹ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.

د دغې ادارې له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، کندوز، سمنګان، پروان، بامیان، میدان وردګ او غزني ولایتونو لپاره شوې.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۴۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۷۰) کیلو مټرو ته ورسېږي.
له بل پلوه (د تلې په ۱۵مه) د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې په اېکس پاڼه لیکلي و، چې (د تلې په ۱۴مه) په کونړ ولایت کې د سېلابونو راوتو له امله یو تن مړ شوی او نهه تنه نور ټپیان دي.