د ازادو سیالو افغانه لوبغاړې ارزو احمدي په لاهور کې له خپلې پاکستانۍ سیالې سره لوبه کوي

د افغانستان د ازادو سیالیو ښځینه لوبغاړې اروز احمدي نن یکشنبه د (تلې ۱۵مه) د پاکستان په لاهور ښار کې له خپلې پاکستانۍ سیالې مهام بیګ سره لوبه ترسره کوي. د ازادو سیالیو د دغو دوو ښځینه لوبغاړو د وزن معلومولو مراسم تېره ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شول.

یادې دوې لوبغاړې به نن په ۵۲ کیلو وزن کې په درېیو پړاونو کې خپله لوبه ترسره کړي.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړې اروز احمدي ۱۸ کلنه ده او تر دې مهاله یې څلور لوبې ترسره کړې دي.

نوموړې خپلې درې لوبې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

هغې تردې وړاندې د افغانستان په استازیتوب په بهرنیو او کورنیو سیالیو کې مډالونه هم ګټلي دي.

د اغلې احمدي پاکستانۍ سیاله مهام بیګ ۲۴ کله ده او د کیک بوکس او ایم ایم اې په برخه کې یې پنځه سیالۍ تر سره کړې، چې څلور یې ګټلې او یوه یې بایللي ده.