د افغان ښځو یوه ټولنه: کومه ډله چې خپل پایښت په وژنو کې ګوري، د خلکو غوښتنو ته پام نه کوي

د افغانستان د ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ په نوم د ښځو یوه ټولنه وایي: «هغه ډله چې خپل پایښت په وژنو او ویجاړيو کې ګوري، خلکو ته د پاملرنې تمه باید ترې و نه شي.»

یاد غورځنګ زیاتوي، چې دغه ډله شتمنۍ، نفسانی غوښتنو او څو ودونو ته د رسېدو لپاره سیاسي او پوځي ځواک د یوې وسیلې په توګه کاروي.

د افغانستان د ښځو د تاریخ بدلون غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، که څه هم طالبان خپل حکومت او مشروعیت د اسلامي سرچینو او د حدیثونو له مخې ګڼي، خو دغه ډله هیڅ ډول انساني او اسلامي ارزښتونو ته پام نه کوي.
دغه غورځنګ د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په وروستیو هغو څرګندونو غبرګون ښيي، چې ویلي یې و د طالبانو مشروعیت د دوی د هدیرو له مخې ښکاره دی.
د معترضو مېرمنو په خبره، سراج الدین حقاني دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې طالبانو په تېرو دوو لسیزو کې د روغتونونو، زېږنتونونو، جوماتونو،پوهنتونونو او د اقتصادي زیربناوو د له منځه وړلو په ګډون زرګونه افغانان وژلي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني څه موده مخکې په پکتیا ولایت کې ویلي و، چې که د دغې ډلې د قربانیو محاسبه وشي، دوی د ډېر څه حقدار دي.
حقاني په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ هغه نظامونه چې د ټاکنو په پایله کې رامنځ ته کېږي بیا د خپلو رایو د شمیر په اساس خپل حق غواړي؛ خو دغه ډله بیا د خپلو «شهیدانو» له مخې خپل مشروعیت ښيي.
له درېیو کلونو راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، دغه ډله د خپلو ځواکونو او د هغوی د کورنیو په نامه زرګونه ډالره لګوي او هر فرصت یوازې هغو کسانو ته برابروي، چې د دوی په لیکو کې یې کار کړی وي.
دغې ډلې د افغانستان د تېر نظام په زرګونو متقاعدینو د تقاعد پیسې بندې کړي دي؛ خو د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه کې د خپلو وژل شویو ځواکونو کورنیو ته پیسې وېشي.
د طالبانو دا چلند ددې لامل شوی، چې زرګونه افغانان په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستانه ووځي.