د افغانستان د جمهوریت غوښتونکو ښځو شبکه: طالبان په افغانستان کې افراطیت خپروي
د افغانستان د جمهوریت غوښتونکو ښځو شبکه وایي، چې طالبان اوسمهال په افغانستان کې افراطیت خپروي او د ښځو پر وړاندې پلان شویو محدودیتونه ته زمینه برابروي.
یادې شبکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملګري ملتونه او د بشري حقونه ملاتړي بنسټونه باید په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.
د افغانستان د جمهوریت غوښتونکو ښځو شبکه په داسې حال کې دغه غوښتنه کوي، چې ټاکل شوې ملګري ملتونه په رسمي توګه په افغانستان جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.
یاده شبکه همداراز زیاتوي، چې دوی نه یوازې د ملګرو ملتونو له دې اقدام څخه هر کلی کوي، بلکې د طالبانو د کړنو د مستند کولو په برخه کې همکارۍ ته هم چمتو دي.
د دوی په وینا، د نړۍوالې ټولنې دا اقدام د ټولنیز عدالت، د جنسیتي برابری د پلي کولو او د ولسواکۍ د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام دی.
د خبرپاڼې له مخې، د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندو په صورت کې به د طالبانو له خوا د ظلم، شکنجې او د ښځو پر وړاندې د "بربریت" د پای ته رسولو په برخه کې مهم پرمختګ وشي.
د افغانستان د جمهوریت غوښتونکو ښځو شبکه وایي، چې د افغانستان د ښځو تر ټولو مهمه غوښتنه د طالبانو د غیرقانوني رژیم په ځانګړې توګه د دې ډلې مشران چې د بشریت پر وړاندې د سیستماتیکو جرمونو، جګړو، جنایتونو او د ښځو پر وړاندې د جنسيتي توپیر عاملین دي، د عدالت میز ته راوکاږي او لاهه محکمې ته یې معرفي کړي.
طالبان له تېرو درېیو کلونو راهیسې چې پر افغانستان واکمن شوي دي، د ښځو او نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې تړلي او دغه راز د بشر ضد په جنایتونو هم تورن دي.
که څه هم ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ملاتړو ادارو په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې خپله تګلاره بدله کړي، خو یادې ډلې تر اوسه هم خپل چلند نرم کړی نه دی.