کرزي یو وار بیا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/604749f9ef24f5d9cf44ac5cf1c49fcd11400794-677x453.jpg?rect=0,37,677,381&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو لپاره دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
ښاغلي کرزي د ښوونکي ورځې په مناسبت په اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغې بختورې ورځ ټولو ښوونکو او استادانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغوی خدمتونه ستایي.
هغه لیکلي، چې په افغانستان کې ښوونکو تل له پراخو ستونزو سره، سره د ډېرو کمو امکاناتو سره د زدهکوونکو په ښوونه او روزنه کې زیار ګاللی او په پوره ریښتبنولۍ سره یې خپله دنده پر مخ بېولې ده.
د ښوونکي ورځ هر کال په نړۍواله کچه د اکټوبر میاشتې په پنځمه نېټه نمانځل کېږي.
په افغانستان کې هم د جمهوریت پر مهال دغه ورځ په شانداره کچه د زدهکوونکو لهخوا نمانځل کېده؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ورځې نمانځنه په افغانستان کې څه نا څه پېکه شوې او تر ډېره د طالبانو له کلک مخالفت سره مخامخ شوې ده.