د اسراییل پوځ: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د حزب الله ډلې ۶۰ کسان وژل شوي دي
د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د حزب الله ډلې ۶۰ کسان وژل شوي او د لبنان په سویل کې د یادې ډلې څه باندې ۲۰۰ هدفونه د اسراییلي ځواکونو په هوایي او ځمکني عملیاتو کې په نښه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د حزب الله ډلې شاوخوا ۱۵ غړي چې نن سهار د بنت جبیل د ښاروالۍ په ودانۍ کې پټ شوي و د اسراییل د یوه هوایي برید په پایله کې ووژل شول.
د اسرائيل د پوځ په وینا، د دوی جنګي الوتکو د بنت جبیل ښاروالۍ پر ودانۍ له دې امله برید وکړ، چې د حزبالله د وسلو د ګودام په توګه ترې استفاده کېده.
اسراییلي ځواکونو بیا په یوه بل عملیات کې هم د حزب الله ډلې یو شمېر نور غړي ووژل.
دا په داسې حال کې ده، چې د حزب الله دوو غړو د پنجشنبې په ورځ د اسراییلي ځواکونو پر خوا ډزې وکړې، چې وروسته بیا د اسراییل د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول.
د اسراییل پوځ همداراز اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د لبنان په سویل کې د حزب الله شاوخوا ۲۰۰ هدفونه چې په کې ګودامونه، تونلونه او د یادې ډلې د اوسېدو ودانۍ شامل دي، په نښه کړي دي.